اسفندیار ولي خان: د پښتنو د یووالي لپاره جرګه راغواړو

د عکس سرچینه، ANP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په پاکستان کې د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، د پښتنو د یووالي لپاره به ډېر ژر یوه جرګه راوغواړي چې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو خبرې وکړي.
ښاغلي خان دا خبرې نن دوشنبه د خدايي خدمتګار د بنسټګر خان عبدالغفار خان (باچاخان) او د هغه د زوی او وتلي سیاستوال خان عبدالولي خان د تلینونو په لړ کې جوړې شوې یوې ولسي غونډې ته وینا کې کړې. د عوامي نېشنل گوند مشر د غونډې گډونوالو ته په خطاب کې وويل "هر یو کس چې پاڅي، وايي - د پښتون یووالی، د پښتون یووالی - زه ستاسو په مخ کې امیر حیدر خان هوتي او میا افتخار حسین دواړو ته وایم، چې څومره ژر کېدای شي، د پښتنو له ټولو مشرانو سره تماس ونیسئ او په باچا خان مرکز کې د پښتنو یوه لویه جرګه راوغواړئ، چې ټول سره کېنو او یوه لاره راوباسو."
عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا په شمول په بېلا بېلو سیمو کې روانه اونۍ د باچاخان اونۍ ۲۰۲۰ په نامه نومولې او ټوله اونۍ به په ولسي غونډو، مشاعرو او کنفرانسونو د خان عبدالغفار خان او خان عبدالولي خان تلینونه لمانځي.
د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په امان ګړ سیمه کې جوړې شوې ولسي غونډې ته په وینا کې ښاغلي اسفندیار ولي خان د پاکستان اساسي قانون کې راغلي اتلسم سمون ته په اشاره وويل که پاکستاني واکمن د اتلسم سمون په ترڅ کې د راغلو بدلونو د اړولو هڅه وکړي، نو پایلې به يې ډېرې خطرناکې وي. نوموړي زياته کړه "زموږ ستونزې تر ډېره پورې په اتلسم بدلون کې هوارې شوې دي، خو نن هم ډېر خلک په اتلسم بدلون پورې نښتي دي، چې وران يې کړي. خو ورته دا یوه خبره ستاسو په ډاډ کوم، چې که اتلسم بدلون چا هم وڅېړو، نو په دې ملک کې به دومره لوی غضب جوړ شي، چې د هغې علاج به بیا هیچا له هم نه ورځي."
د ویلو وړ ده چې د پاکستان په اساسي قانون کې په ۲۰۱۰م عیسوي کال کې د اتلسم سمون په نامه بدلون شوی وو، چې له مخې يې د سرحد ايالت نوم په خیبرپښتونخوا واړول شو او وړو ایالتونو ته تر پخوا ډېر واک ورکړل شو.

د عکس سرچینه، ANP
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په پاکستان کې اوسني د غلې قلت په پام سره ویلي، د پنجاب ځينو واکمنو ویلي، چې پښتونخوا ته به غله نه ورکوي. ښاغلي خان يې په ځواب کې وویل، که پنجاب په پښتونخوا غله بنده کړه، نو په هیڅ قیمت به برق ورنه کړي.
تردې وړاندې د باچاخان اونۍ په پېلېدونکې غونډه کې د باچاخان مرکز پېښور یو لوی تالار د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودونکي احمد شاه ابدالي په نامه نومول شوی، چې په همدې غونډه کې له یو شمېر نورو ملتپالو سره سره په اسلام اباد کې د افغان سفارت کلتوري اتشه حضرت ولي هوتک هم ګډون وکړ.
خدایي خدمت ګار خان عبدالغفار خان (باچا خان) د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په کال ۱۹۸۸ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، چې وروسته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي تر مړینې اتلس کاله وروسته د هغه زوی خان عبدالولي خان هم د جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه په کال ۲۰۰۶ کې ساه ورکړه، چې اوس هر کال د جنورۍ له شلمې بیا تر ۲۶مې پورې عوامي نېشنل ګوند د خپلو یادو مشرانو تلین لمانځي.








