تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه؛ "د پاکستان رسنیو بیا هم خپره نه کړه"
د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو غونډې ته ډېر خلک تللي وو، چې په زور د ورکو شویو کسانو د موندلو او د ماینونو د له منځه وړلو غوښتنې یې درلودې، خواله رسنیو کې ژوندۍ خپرېده، خو د پاکستان رسنیو دا غونډه خپره نه کړه.
د غورځنګ ملاتړیو ټوېټر کې د دې غونډې انځورونو او ویډیوو خپرولو سره د پښتون لانګ مارچ دوه بنو هشټګ کارولی دی او له غونډې یې ملاتړ کړی دی.
خو ځینې کسانو د دې جلسې مخالفت هم کړی دی.
مګر رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې نه خپرول له نیوکو سره مخ دی او شفیع داوړ لیکي: د تېر په څېر د پاکستان رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غونډه ونه لیدل شوه، ان خواله رسنیو کې د غورځنګ مخالف ټرېنډ وچلول شو.
بل ټوېټر کارن تابنده خان لیکلي، د دې په ځای چې پي ټي ایم له رسنیو بې برخې کړئ او په خلاف یې پروپاګنډ وکړئ، د پاکستان د ځواک مرکزونه باید له ځان دا پوښتنه وکړي چې مرکز د وړو صوبو خلکو ته له جنګ او اقتصادي زبېښاک پرته بل څه ور کړي دي.
خو عمران خان د جلسې د ځینې انځورونو خپرولو سره ویلي، د رسنیو له شلون یا بایکاټ او د دوی د کارمنانو له نیولو سره سره د دې خلکو شمېر ډېر اغېزمنوونکی دی.
عمر علي هم غونډه کې د خلکو ډېر شمېر ستایلی او لیکلي دي چې پي ټي اېم د ژوند لپاره دی.
خو د دې غورځنګ پر غونډو یوه نیوکګر خپل ټوېټ کې لیکلي، دا غورځنګ ډېر وخت غلی و، په تېره د حکومت ضد خوځښت له امله د علي وزیر او محس داوړ د نیولو او صوبايي ټاکنو په قبایلي ولسوالیو کې د ماتې پر مهال، خو اوس بیا فعالېدل یې خطرناک زنګ دی.
بل ټوېټر کارن کاشف وايي، د غورځنګ بیانیه چې مخکې هم پېښور، لاهور او سوات کې منظور پښتین ور کړې له پاکستان سره د مینه لرونکي انسان نه ده.