طالبان، پوځ او وزیرستان

    • Author, حمیرا کنول
    • دنده, بي بي سي اردو، وزیرستان

د بي بي سي خبریالان وزیرستان ته تللي او د دغې سیمې د خلکو د ژوند په هکله یې دا ګالري له تاسو سره شریکوو.

وزیرستان په شمالي او سوېلي وزیرستان یا دوو ایجنسیو وېشل شوی دی.

سوېلي وزیرستان شپږ لکه ۸۶ زره او ۶۶ زره کیلومتره پراخ دی. اته ولسوالۍ یا تحصیلونه لري.

غرني وزیرستان کې ډېر کورونه په غرونو او ځوړ کې هم جوړ شوي دي.

وزیرستان خلک تر ډېره د پاکستان سترو ښارونو په تېره کراچۍ ته د کاروبار لپاره ځي یا هم ځینې بهر په تېره عربي هیوادونو ته ځي.

سیمه کې د ګرځېدو په مهال له عالیه سره مخ شو.

هغې سره کور ته د تللو اجازه را کړل شوه.

د عالیه شاوخوا خپلوانې له دې شکایت کوي چې سیمه کې یې طبي اسانتیاوې کمې دي.

د عالیه خاوند هم دوبۍ ته تللی دی.

د سوېلي وزیرستان ۳۵ سلنه خلک وزیر، ۵۶ مسید او درې سلنه دوتاڼي دي.

د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه دی.

دا سیمه یخه ده، ځکه اوس ښوونځي هم رخصت وي.

دلته ښځې په لاسي صنایعو بوختې دي.

دوی وزیریستان کې د طالبانو او پوځ د عملیاتو کیسې هم لري.

د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه کې صنعتي پارک

دا پارک ۳۵۰ ایکړه پراخ دی.

۱۶۸ دوکانونه او ۷۵ ګودامونه لري.

دلته ځڼغوزي هم چاڼ کېږي. وزیرستان کې د کال ۴۴۶۰ ټنه ځنغوزي کېږي.

حکومت د دې ونو په وهلو بندیز لګولی، خو سوداګر وایي، لا هم ځینې خلک دا ونې وهي.

سوداګر وايي دلته یو کیلیو ځڼغوزي تر څلور زرو کلدارو دي خو بهر کې له شپږ تر اتو زرو کیلو پلورل کېږي.

وزیرستان کې د پوځ او طالبانو ترمنځ نښتو کې پوځ ډېر ماینونه وکرل چې اوس هم خلک ژوبلوي یا وژني.

د دې سیمې په میلیونونو خلک د عملیاتو له امله، د پښتونخوا نورو سیمو او ان سیند، بلوچستان او پنجاب ته کډه شول، ځینې خوست او پکتیکا ته هم وکوچېدل.

د پوځ له غوښتنې وروسته ځینې دا خلک خپلو سیمو ته تللي دي.

پوځ په عملیاتو کې په دې نوم کورونه وران کړل چې طالبان پکې پټېږي.

اوس حکومت وايي خلکو ته د کورونو جوړولو لپاره مرسته کوي چې څلور لکه کلدارې کېږي.

خلک باور نه لري چې دا مرسته ور کړل شي او زیاتوي که دا پیسې ور کړل شي بیا هم کور جوړولو ته بس نه دي.

ار سوېلې وزیرستان شمالي وزیرستان کې ابادي ډېره ده.

د مرکز میرانشا سره یې غلام خان بندر هم دی او چارواکي وايي چې د خوست او دې سیمې ترمنځ اوس د ورځې تر ۱۵۰ موټر تګ راتګ کوي.

موټروانان هیله لري چې کسټم یا مالیه کمه شي.

د خلکو بله هیله دا هم ده چې له افغانستان دې سوداګري نه کمېږي او نه دې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګېږي.

دوی وايي، د تر پاکستان تر ښارونو خوست ولایت ور سره نږدې دی.

په وزیرستان کې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ نښې هم لیدل کېږي د ملاتړو یې خولۍ په سر دي.

خو وايي له پوځ او طالب دواړو وېرېږي.

د پوځ او طالبانو د عملیاتو او جګړو له امله دلته زدکړې هم اغېزمن شوې هغه هم په داسې مهال چې دواړو وزیرستانونو کې د نارینه وو زدکړې سلنه تر ۳۰ کمه او د ښځو هم له پنځو سلنې کمه ده.

وزیرستان له تېل، ګاز او نورو کانونو ډکه ځمکه ده، خو لاس ناخوړلې پاتې ده.

۔