د ماشوم پټولو په تور پاکستانۍ روغتیاپاله ونیول شوه

FAMILY HANDOUT

د عکس سرچینه، FAMILY HANDOUT

د پاکستان بلوچستان صوبه کې یوه روغتیاپاله د یوه نوزېږ د غلا کولو په تور ونیول شوه.

ویل کېږي دې روغتیاپالې روغتون کې تر زېږېدو لږ وروسته ماشومه غلا کړې وه، خو کورنۍ لومړیو کې نه پوهېده چې مور غبرګونې مېندواره ده.

د دې روغتیاپالې ترور شنډه ده او نوموړې روغتون کې یوه نوزېږې ور ته غلا کړې وه.

د مور اوښي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي: "کله چې د ماشومې مور په هوښ شوه، نو ویې پوښتل بل ماشوم یې چېرته دی."

پولیس وايي، عبدالحمید د جمیله بي بي په نوم دا مور د چارشنبې په ورځ لورلايي روغتون ته وړې وه.

کله چې جمیله ماشوم زېږوي، نو کورنۍ ته یې وړه لور ور کول کېږي او ورته ویل کېږي مور ښه کېږي، کور ته یې یوسئ.

خو جمیله د دوو ورځو لپاره بې هوشه وه، دغه مهال یې کور ته ور سره وړی ماشوم هم مري.

کله چې هغه په حال شي، د بچیانو پوښتنه کوي. کورنۍ ورته وايي، ماشوم یې مړ شوی، خو بیا داسې خبره کوي چې کورنۍ یې حیرانېږي.

عبدالحمید بي بي سي ته وویل: "کله چې بي بي په حال شوه، نو ویې پوښتل، بله لور یې څه شوه؟"

نیول

د مور ماشوم څانګه چې د جمیلې لور ترې غلا شوې وه.

د عکس سرچینه، AMIR AFGHAN

د عکس تشریح، د مور ماشوم څانګه چې د جمیلې لور ترې غلا شوې وه.

د لورلايي د پولیسو مشر جهانګیر شاه وايي، کله چې عبدالحمید پولیسو ته شکایت وکړ، موږ هغه روغتیاپاله ونیوله چې په هغه شپه د زېږون خونه کې نوکري وه. هغې بیا موږ ته وویل، چې ماشومه چېرته ده.

د نوموړي په خبره، له دې روغتیاپالې سره دوو نورو همکارانو یې هم له روغتون د ماشومې پټولو کې مرسته کړې ده:

"دې دا ماشومه خپلې هغې ترور ته ور کړې چې ۱۷ کاله مخکې واده شوې، خو شنډه ده او روغتیاپالې موږ ته وویل، ترور یې د یوه ماشوم سخته ارمانجنه ده."

پولیسو څلور واړه ښځې نیولې دي او کورنۍ ته یې ماشومه سپارلې چې ښايي لا یې نوم پرې اېښی نه وي.

د مور ماشوم څانګې یوه متخصصه وايي، د نوزېږ د خوندیتوب لپاره اصول نشته

د عکس سرچینه، AMIR AFGHAN

د عکس تشریح، د مور ماشوم څانګې یوه متخصصه وايي، د نوزېږ د خوندیتوب لپاره اصول نشته

چارواکي د دې پېښې لامل د چلنلار نشتوالی بولي، لکه د نوي ماشوم نه په نښه کول او وتلار (د وتلو لار) کې امنیتي تدابیر نه لرل.

د بلوچستان مرکز کوټه کې د بولان طبي کمپلېکس د مور ماشوم برخې یوه مخکښه غړې دا پېښه بې مخینې او اندېښمنوونکې بولي.

هغې له نومپرته زیاته کړه چې یوه حکومتي روغتون کې هم د نوزېږ او مور د نښه کولو یا بایومټریک حاضرۍ اسانتیا نشته، چې د ورته پېښو مخنیوی کولی شي.