د نړۍ تر ټولو کوچنی ماشوم له روغتون رخصت شو

ماشوم

د عکس سرچینه، Keio University Hospital

د عکس تشریح، تر ټولو کوچنی ماشوم د زېږون پر پنځمه ورځ

هغه ماشوم چې د زېږېدو پر مهال یې ۲۶۸ ګرامه وزن لاره د چاپان له روغتون رخصت شو.

اټکل کیږي دا په نړۍ کې تر ټولو کوچنی زېږېدلی ماشوم دی، چې روغتیايي خدمتونه ورته رسېږي.

دغه ماشوم تېر اګسټ د روغتون بېړنۍ یا عاجله څانګه کې دنیا ته راغی او د زېږون پرمهال دومره وړکی و چې د دوو لاسونو په ورغوي کې ځایده.

دغه ماشوم ته په ځانکړې پاملرنې سره خواړه ورکول کېده، تر هغه چې دوه اونۍ وړاندې له روغتون رخصت شو.

د ماشوم وزن اوس ۳ کېلو او ۲۰۰ ګرامه دی او په عادي ډول خوراک کولی شي.

دغه ماشوم چې د مېندوارۍ په څلر ویشتمه اونۍ نړۍ ته مخ ښکاره کړ، پنځه میاشتې یې روغتون کې تېرې کړې.

د ماشوم مور وایي: بس دومره خوشالۍ سره ویلی شم چې ماشوم مې تر دې اندازې وده وکړه، که رښتیا ووایم هېله مې نه وه، چې ماشوم مې ژوندی پاتې شي.

د دې نوزېږ معالج ډاکټر تاکیشي اریمیتسو بي بي سي ته ویلي، د امریکا د ایووا پوهنتون د مالوماتو له مخې دا تر ټولو کوچنی ماشوم دی چې روغتون کې یې زېږون ثبتېږي.

هغه وویل غوښتل یې وښیې، دا امکان لري چې که نوزېږ ماشومان د زېږن پر مهال ډېر لږ وزن هم ولري، خو له روغتون په ښو شرایطو رخصتېدلی شي.

ماشوم

د عکس سرچینه، Keio University Hospital

له دې وړاندې د تر ټولو کوچني ماشوم ریکارډ په جرمني کې نوزېږ ته ور کړل شوی و چې د زېږون پر مهال یې وزن ۲۷۴ ګرامه و.

تر ټولو کوچنۍ ماشومه هم چې ژوندۍ پاتې شوې پر ۲۰۱۵ کال جرمني کې زېږېدلې او د زېږون پر مهال یې وزن ۲۵۲ ګرامه و.

د کییو پوهنتون روغتون په وینا په جاپان کې د نوي سلنه هغو ماشومانو د ژوندې پاتېدو امکان شته، چې وزن یې له یوه کیلو ګرام کم وي.

خو دا امکان د هغو ماشومانو لپاره پنځوس سلنه کم دی چې وزن یې له ۳۰۰ ګرامو کم وي.

د کم وزنه نوزېږو د ژوندې پاتېدو په برخه کې له هلکانو سره بیا بخت یاري نه کوي، خو د نجونو په برخه کې بیا ویل شوي چې د ژوندي پاتېدو امکان یې زیات وي.

ډاکټران یې یو لامل د نوزېږو هلکانو د سږو کمه وده بولي.