سړي هم د مېندوارۍ په اړه مالومات غواړي

پاکستان
د عکس تشریح، سوپر ابو مسوولین د مېندوارۍ اړوند پوښتنو ځوابونه رضاکارو نسايي ولادي ماهرینو ته استوي چې د غږیز پیغام له لارې یې ځواب استوي
    • Author, عمر دراز ننګیانه
    • دنده, بي بي سي لاهور

پاکستان کې معمولاً داسې فکر کېږي، چې د ښځو مېندوارۍ بهیر کې د بېلا بېلو روغتیايي او رواني ستونزو په تړاو پوښتنه کول او پرې پوهېدل د ښځو کار دی او سړي ورسره ډېره لېوالتیا نه لري.

خو اوس د یو شمېر پاکستاني نارینه و یوه نوښت دغه تصور ناسم ثابت کړی دی.

دوی د ټیلیفون له لارې د دغه ډول پوښتنو ځوابولو یوه شبکه جوړه کړې، چې ډېره ګټوره بلل شوې. دغه پاکستانیان امریکا او پاکستان کې اوسي او خپل نوښت ته یې د 'سوپر ابو یا سوپر ابا' نوم ورکړی دی.

دوی وايي یوازې لومړیو۷۱ ورځو کې ۲۱ زره کسانو د ټیلیفون له لارې له دوی پوښتنې کړې، چې ۹۶ سلنه یې نارینه وو.

سوپر ابو ته ۶۵ زره ځله زنګونه وهل شوي دي او ۶۵۰۰ پوښتنې شوې دي. د سوپر ابو دغه نوښت تر شا تصور د یوه داسې سړي و چې د خپلې مېرمنې او ماشوم روغتیا ته پام کوي او د مېرمنې مېندوارۍ له پیله د ماشوم زېږېدو تر مهاله ټول بهیر کې له مېرمنې سره ملتیا کوي.

سوپر ابو
د عکس تشریح، پوښتنه کونکي کولای شي، خپله پېژندګلوي پټه وساتي

دې لړ کې طبعاً ګام په ګام د ډاکټر مشورې ته اړتیا لیدل کېږي، ځکه د رسنیو معلومات عمومي وي او پاکستان کې چې اکثر ولادي نسايي ماهرانې ښځې دي، ډېرو نارینه و ته د مېنداورۍ مسایلو اړوند خبرې د شرم سبب بلل کېږي.

د لاهور معلوماتي تکنالوژۍ مرستیال پروفیسور اغا علي رضا همدې ګومان ته په کتو سره (سوپرابو) وپنځاوه او د ده د څېړنې له پایلو ثابته شوه، چې د دوی ګومان سم و

ښاغلی رضا وايي له خلکو سره له اړیکو معلومه شوه، چې ډېری نارینه رښتیا له ښځینه ډاکټرانو سره مخامخ خبرو کې شرمېدل، خو د ټیلیفون له لارې چې یو ډول پرده تر منځ وه، دوی ټول معلومات تر لاسه کول او پوښتنې یې کولې.

دغه مخابراتي شبکه داسې کار کوي، چې د ټیلیفوني اړیکو له لارې تر لاسه شوې پوښتنې د نسايي ولادي ناروغیو هغو ماهرینو مخې ته ږدي، چې وړیا مشورې ورکوي او دغه ماهرین په مناسب وخت د خپل موبایل له لارې ځواب ثبتوي چې بیا د سوپر ابو له لارې پوښتنه کونکي ته رسېږي.

پوښتنوکي کولای شي خپلې پوښتنې یا پېژندګلوۍ له نورو پټ کړي او یا یې له نورو سره هم شریکې کړي.

ساشا نسیم
د عکس تشریح، د سوپر ابو همکاره ساشا نسیم د امریکا میرلنډ پوهنتون دکتوراه محصله ده

دغه راز د ځېرک موبایل پر ځای له یوه عادي ټیلیفونه هم دوی سره خبرې کېدای شي.

د دې شبکې چارواکي وایي، له دې کاره یې هدف دا دی چې بیوزله کسان هم وکولای شي معلومات تر لاسه کړي.

دوی وايي، ډېرې پوښتنې د مېندوارو مېرمنو د روغتیايي ستونزو په تړاو کېږي، خو یو شمېر داسې پوښتنې هم شته، چې اقتصادي بڼه لري او په روغتونونو کې د ماشوم زېږدېدو یا درملو لګښت په تړاو وي.

دوی وايي، ځینې عمومي پوښتنو ته یې ثبت شوي ځوابونه چمتو کړي دي او سملاسي یې پوښتونکو ته استوي.

د امریکا مشیګن پوهنتون مرستیال پروفیسور مصطفی نسیم چې د سوپر ابو له همکارانو یو دی وايي، زموږ له تمې ډېره ګټوره پروژه وه:

''که یوه لور ته موږ خوښ و، چې خلکو پوښتنې وکړې، ځوابونه یې وموندل، نو بل لور ۷۱ ورځې وروسته زموږ مالي سرچینې هم وچې شوې او پروژه مو وتړله.''

علي رضا
د عکس تشریح، اغا علي رضا وايي ګومان کېده نارینه به دغسې پوښتنو ته لیوال نه وي، خو عملاُ برعکس ثابته شوه

دغه پروژه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په مالي مرسته پیل شوې وه او مصطفی نسیم وايي اوس د امریکا ملي روغتیا انسټیټیوټ ورسره څه نا څه مالي مرسته کړې ده.

نوموړی وايي دې سره به د پروژې رښتیني ګټې په اړه معلومات وکړي او وروسته به هڅه وکړي چې دغه پروژه د حکومت عامې روغتیا په ادارې پورې وصل شي، چې له هغې لارې یې چارې پر مخ لاړې شي.