بريتانيا کې د ماشوم جنسيت پر معلولو بنديز

د ویډیو تشریح، بريتانيا کې د ماشوم جنسيت پر معلولو بنديز

بريتانيا کې د وينې پر داسې وختي ازموينو د بنديز غوښتنې کېږي، چې د ميندوارۍ يوازې ۸ اوونيو کې د جنين جنسيت روښانولی شي.

دا غوښتنې وروسته له هغه کېږي، چې بي بي سي داسې بېلګې موندلې چې ښيي زرګونه بريتانوۍ مېرمنې د نېپټ په نامه له زېږون مخکې وينې ازموينې په اړه، چې وګوري دوی به هلک او که نجلۍ زېږوي، د بحث او خبرو لپاره د انټرېنټ بنډارونو ته مخه کوي.

ځينې ښځې بيا د همدغو معلوماتو په کارولو د جنسيت غوراوي له مخې خپل ماشوم زيانوي.