پاکستاني روغتون کې د ایرکانډیشن خرابېدو له امله ۸ ماشومان مړه شوي

پاکستان

د پاکستان د پنجاب ساهیوال سیمې یو روغتون کې د څو ساعتونو ترمنځ لږ تر لږه اته نوي زېږېدليو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا ماشومان هغه مهال مړه شوي چې د روغتون په نرسري واټ کې ایرکانډیشنونو کار پریښی دی.

ځینې کورنۍ ادعا کوي چې د مړه شویو ماشومانو شمېر له لسو هم زیات دی.

دا پېښه د تېرې یکشنبې (غبرګولي ۱۰) په شپه شوې ده.

عبدالبجار او محمد مسعود بي بي سي ته ویلي چې ددوی ماشومان له څو ورځو راهیسې په 'ساهیوال ډېسریک هاسپېټال (روغتون)' کې بستر و. ددوی په وینا د روغتون د ماشومانو د برخې ایر کانډیشنونو له څه مودې راهیسې سم کار نه کاوه، خو بلاخره د جمعې په ماښام ایرکانډیشنونو کار پرېښود او په لنډه شېپه کې د نیوی زېږېدلو ماشومانو د مړه کېدو بهیر پیل شو. دوی وايي په څو ساعتونو کې ګڼ ماشومان وفات شول.

"موږ شور جوړ کړ، خو د روغتون کارکوونکو پام ونه کړ او راته یې وویل چې دا ایرکانډېشنونه له یوې میاشتې راهیسې خراب دي او ددې خرابېده کومه خبره نه ده."

عبدالجبار زیاتوي چې د ماشومانو له مړه کېدو وروسته کورنیو د خپلو مړو جسدونه واخیستل او د خپلو سیمو پر لور وخوځېدل.

"موږ پر سړک لاریون وکړ او ورسره د ساهیوال چارواکي راورسېدل او څو شېبو کې د روغتون ایرکانډېشنونه بدل شو. اوس وضعیت ښه دی."

د عامې روغتیا وزیر رفیق علي رسنیو ته وویل چې د شنبې او یکشنبې په منځ کې د ماشومانو په وارډ کې اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوموړي په خبره پنځه ماشومان هغه مهال مړه شوي چې ایرکانډیشنونه سم و او څلور نور یې د دې وسیلو له خرابېدو وروسته وفات شوي.

دی وايي په لوړه کچه څېړنې پیل شوي او په اړه یې ټول اسناد ټول شوې دي. د وزیر په خبره له څېړنو وروسته که چا غفلت کړی و قانوني چلند به ورسره کیږي.

د ساهیوال چارواکي وايي، وړاندې د مې په دویمه یې داسې رپوټ ترلاسه کړی و چې ددې روغتون د ماشومانو په وارډ کې ایرکانډیشنونه خراب دي او ګڼ نوي زېږېدلي ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.