پاکستان؛ پر خواله رسنیو د 'زه هم افغان یم' کمپاین ناندریز شوی

فرشته مومنده لومړی تښتول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه،

د عکس سرچینه، ISLAMABAD POLICE

د عکس تشریح، فرشته مومنده لومړی تښتول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې لس کلنې پښتنې نجلۍ پر وژنه په پاکستان کې د اعتراضونو لړۍ روانه ده، او اوس خبره پر خواله رسنیو تر کمپاین او هشټګونو رسېدلې.

فرشته مومنده لومړی تښتول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه، چې پنځه ورځې وروسته یې د تېرې دوشنبې پر ورځ 'مې ۲۱ مه 'خراب شوی مړی وموندل شو.

په دغو اعتراضونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ونډه لري چې له امله یې پرې یو شمېر پاکستاني رسنیو تور لګولی چې پېښې ته د قومي رنګ په ورکولو سیاسي ګټنه غواړي.

یو ځایي ټلوېزیون غورځنګ په دې تور کړی چې د فرشتې پېښه یې ځکه مخکې کړې چې کورنۍ یې د افغانستان ده.

د غورځنګ غړو او ځینې نورو فعالانو پر دې تورونو سخت غبرګون څرګند کړ او پر خواله رسنیو د یاد ټیلويزیون پر ضد سخت غبرګونونه څرګند شول او پر ټيوټر له دغه ټیلويزیون سره د پرېکون او 'زه هم افغان یم' هشټګ تر ټولو زیات وو.

د غورځنګ غړی محسن دوړ وايي، د فرشتې پېښې ته توکمیز رنګ دوی نه بلکې د پاکستان واکمنو ورکړی دی.

ښاغلي دوړ دې لړ کې پر ټویټر لیکلي، '‌زه افغان وم،‌ افغان یم او افغان به وم '

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

غورځنګ فعالې ثنا اعجاز پر ټویټر پاڼه د زه هم افغانه یم له هشټګ سره لیکلي:

''افغان مورنۍ خاورې زما نیکونه زېږولي، ما ته یې تر زرګونو کلونو پورې کلتور، مدنیت، تاریخ، اتلان او پېژندګلوي راکړي، موږ د خپلې پېژندګلوۍ حق لرو او تل به پر خپل افغانیت ویاړو.''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

مالک اڅکزی وايي:

''زموږ افغانیت یو تاریخي حقیقت دی او له همدې کلتور، جغرافیې، مدنیت او اتلانو سره د زرګونو کلونو تاریخي اړیکي او پېژندګلوي څنګه بدلېدای شي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مخکښې فعالې وړانګې لوڼۍ لیکلي:

''تر کلونو پورې معمولاً ټولو پاکستاني خبري چېنلونو د پښتنو په کلتور او ژبه پورې ملنډې وهلې او دوی یې د ترهګرو په بڼه وړاندې کړي دي. د پي ټي ایم له رامنځته کېدو وروسته دوی داسې کمپاین پیل کړ چې ګواکې پښتانه د بهرنیانو اجنټان وښيي او اوس د فرشتې کورنۍ ته پیغورونه ورکوي. دا د ښمنۍ رویه ده.''

خو د غورځنګ د فعالانو پر دې ټویټونو سختې نیوکې هم شوې دي، او د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو دوی خاینان او د پاکستان دښمنان بللي. دغو ټویټونو ته په ډېریو ځوابونو کې لیکل شوي چې که څوک ځان افغان بولي نو بیا دې افغانستان ته ولاړ شي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

پاکستانۍ فعاله فرزانه باري وايي، دغه ډول پېښو ته توکمیز رنګ ورکول بده خبره ده، او که د غورځنګ غړیو په دې احتجاج کې ګډون کړی وي، نو دا د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي په حیث پر دوی د خپلې سیمې د غړيو حق دی.

خبریال ضرار کهوړو په خپل ټویټر پیغام کې وايي، ''که څوک فکر کوي چې دا توکمیزه موضوع ده، دا ناسم فکر دی، دغې ناروغۍ زموږ ټولنه کې جرړې موندلې دي او موږ د دې ناورغۍ د علاج لپاره کومه هڅه هم نه ده کړې.''