د فرشتې وژنه: عمران خان د دوو پولیس افسرانو دنده ځنډولې

عمران خان

د عکس سرچینه، .

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د لس کلنې ماشومې فرشتې مومند د مړي تر موندل کېدو دوې ورځې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لومړی ځل په دې اړه څرګندونې کړې د پولیسو دوه سیمه ييز مشرانو دنده یې ځنډولې ده.

د اسلام اباد پولیسو ځينې سرچینې وايي، په دې پېښه کې یو پولیس سرتېری بندي شوی هم دی.

د دغه هیواد د اطلاعاتو مرستیاله وزیره فردوس عاشق اعوان نن چارشنبه د فرشتې کور ته ورغلې او هلته يې له رسنوالو سره خبرو کې ویلي، د پولیسو نظام د ښه کولو لپاره به ګام اخلي:

''په ټوله پېښه کې چېري چې هم تشې راغلې دي، د پولیسو له لومړني رپوټه نیولې بیا تر پوسټ مارټمه (عدلي طب) پورې او له پوسټ مارټمه نیولې تر څېړنو او بیا د ماشومې تر موندلو پورې - دا ټولې نیمګړتیاوې زموږ په کمزوري نظام کې شته. ''

اغلې اعوان ادعا وکړه چې په نظام کې ددغه نیمګړتیاو لرې کولو لپاره به جدي ګام اخلي.

اسلام اباد پولیسو دغه پېښه کې درې توقیف شوي کسان رسماً نیولي دي. د تورنو کسانو نومونه ناصر، عباس او منشي یاد شوي دي. پولیسو له دې کسانو د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځايي محکمې اجازه اخیستې ده. ځايي پولیس ناصر نومي کس د دغې پېښې اصلي طراح بولي.

بل لور ته د اسلام اباد پولیسو همدې قضیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالې ګلالۍ اسماعیل پر ضد رپوټ ثبت کړی او ادعا يې کړې، چې اغلې اسماعیل د لس کلنې فرشتې له مړي سره احتجاج کې د پاکستان ضد وینا کړې.

فرشته

د عکس سرچینه، ISLAMABAD POLICE

د عکس تشریح، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دوشنبې په شپه د ۱۰کلنې فرشتې خراب شوی مړی وموندل شو، چې د کورنۍ په خبره يې شپږ ورځې وړاندې تښتوول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې.

ګلالۍ اسماعیل د سې شنبې پر ورځ د فرشتې له مړي سره احتجاج کې د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو، چې په پخوانیو قبایلي سیمو او سوات کې يې پر پښتنو مېرمنو او ماشومانو جنسي تېری کړی.

تردې وړاندې هم د فعالې ګلالۍ اسماعیل پر ضد د پاکستانيو پولیسو رپوټونه ثبت شوي او د نوموړې نوم دا وخت هم د پاکستانيو واکمنو له لوري په ای سي ایل یا ممنوع الخروج لیست کې شامل دی.

ګڼو پاکستانيو برېښنايي رسنیو د اغلې اسماعیل پر ضد بیانونه خپاره کړي او نوموړې يې 'خاینه' بللې، خو ورسره بیا ګڼو فعالانو او سیاستوالو د ګلالۍ اسماعیل پر ضد د پولیسو رپوټ غندلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼو پاکستانيو برېښنايي رسنیو د اغلې اسماعیل پر ضد بیانونه خپاره کړي او نوموړې يې 'خاینه' بللې، خو ورسره بیا ګڼو فعالانو او سیاستوالو د ګلالۍ اسماعیل پر ضد د پولیسو رپوټ غندلی دی.

ګڼو پاکستانيو برېښنايي رسنیو د اغلې اسماعیل پر ضد بیانونه خپاره کړي او نوموړې يې 'خاینه ' بللې، خو ورسره بیا ګڼو فعالانو او سیاستوالو د ګلالۍ اسماعیل پر ضد د پولیسو رپوټ غندلی دی.

سیاستوالې او د 'ویمن ډیموکرېټک فرنټ ' مشرې عصمت شاه جهان له بي بي سي سره خبرو کې د ګلالۍ پر ضد د پاکستانیو پولیسو رپوټ د هغه احتجاج بدل یا غچ اخیستل بللي، چې دوی د فرشتې له مړي سره کړی وو.

اغلې شاه جهان وايي:

''د پولیسو هغې تاڼې چې تر پنځو ورځو يې د ماشومې فرشتې د تښتوونې رپوټ نه ثبتاوه، په ساعتونو کې يې د ګلالۍ پر ضد رپوټ ثبت کړ. زما په نظر د فرشتې له مړي سره زموږ تر احتجاج وروسته د یادې پولیسو تاڼې ټول چارواکي معطل شوي دي، نو ځکه يې د غچ اخیستنې لپاره همدا ګام اخیستی. ''