پښتونخوا کې د ۱۹ طلايي مډالونو ګټونکې پېغله

د عکس سرچینه، Rana'a Aslam
په پاکستان کې معمولا ویل کیږي چې نجونې د طب پوهنځیو کې تر ډېره محدود وسایل او سرچینې کاروي او له واده وروسته عملي کار ترې پاتې وي.
خو د پښتونخوا مژده سبحان دا فکر بدل کړی. نوموړې د پېښور خیبر طبي پوهنتون کې ایم بي بي اېس (MBBS) یا د جراحي او درملو په برخه کې لوړې زدکړې کړي.
په دې برخه کې نوموړې تر ټولو زیات ۱۹ د سرو زرو مډالونه ګټلي.
تر دې وروسته دویم مقام بیا د فیصل اباد کې پنجاب طبي پوهنتون زده کونکې رعنا اسلم په بي ډي اېس (BDS) یا د غاښونو په برخه کې زدکړې کړي.
نوموړې ۱۸ د سرو زرو مډالونه ګټلي.
پاکستان کې کومه رسمي شمېره نشته چې څومره کسانو په تېر وخت کې په کومه اندازه میډالونه ترلاسه کړي، خو ددې دواړو پوهنتونونو چارواکي وايي، د دوی پوهنتونونه خو لا پریږده د پاکستان د طب په برخه کې تاریخ کې کوم زدکوونکي دومره میډالونه نه دي ترلاسه کړي.
د مژده سبحان ټول ښوونییز ژوند خورا هڅونکی دی.
د پیښور بورډ د متوسطه زدکړو (مېټرېک) په وروستیو ازموینو کې یې دریم مقام ترلاسه کړ، همداراز یې طب پوهنتون ته د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی و.

د عکس سرچینه، RANA'A ASLAM
هغه وايي په ماشومتوب کې یې له ډاکټرۍ سره شوق نه و او غوښتل یې د خپلې مور په څېر یوه ښوونکې شي. خو د نوموړې خورګانو چې طبي زدکړې کړې وې، ددې د هڅونې لامل شوې چې طبي زدکړې وکړي او ډاګټره شي.
بلخوا د رعنا اسلم د ښوونیز ژوند داستان هم له هڅونې ډک دی.
د پنځه خویندو او ورونو د مشرې خور پلار د یوه بانک کارکوونکی و. د هغې بچیانو د اسلام اباد او لاهور ترڅنګ نورو ښارونو کې ژوند کاوه. له ستونزو سره سره رعنا په ښوونځي کې تل لومړی مقام ګاټه.
هغه وايي: "زه پوهېدم چې ژوند دومره اسانه نه دی او یوازې په زدکړو کې لوړ مقام او بریا کوای شي بندې لارې پرانیزي. ځکه مې د زدکړې په برخه کې هر ممکن کار وکړ."

د عکس سرچینه، MUSSDA SUBHAN
مژده سبحان وايي، لېوالتیا یې د ریډیالوژي په برخه کې ده. په یوې پوښتنې کې چې که هغه بهر ته د ټرېننګ لپاره لاړه شي بېرته به راستنه شي، نوموړې وویل: "زما هیله ده چې په پاکستان کې د ریډیالوژي داسې مرکز جوړ کړم چې د هر غریب او شتمن پکې یو ډول درملنه وشي."
رعنا اسلم وايي، دی په ځان بسیا ده، له ماشومتوبه یې هیله وه داسې یو څه وکړي چې تل پاتې وي.
"ما د خپلې نړۍ د جوړولو لپاره ډېر کار کړی."
رعنا زیاتوي چې د زدکړو په لار کې یې هېڅ ستونزې ته غاړه نه ده ایښې او هرڅه یې په ورین تندي زغملي دي.
"د طبي زدکړو پروخت به مې شپه او ورځ یوازې ۴ ساعته خوب کاوه."








