تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: لنډ مهالی حکومت افغان کشاله هوارولی شي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو پر وړاندیز ټینګار کړی دی.
د پاکستانۍ ورځپاڼې د ایکسپریس تریبیون د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر ویلي یو انتقالي جوړښت کوای شي د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د 'خنډونو' ممکنه حل وي.
ورته مهال یې افغان حکومت تورن کړی چې د سولې خبرو کې خنډ جوړوي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (دوشبنه، کب ۵/مارچ ۲۵) په خپل دفتر کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه ویلي: 'افغان دولت د سولې بهیر کې خنډ و او له دغې حکومت سره یې د طالبانو په خبرو ټینګار کاوه.'
عمران خان همداراز تاید کړې چې د افغان حکومت له اعتراض وروسته یې د طالبانو له مشرانو سره ټاکل شوې لیدنه لغوه کړې ده کړې.
نوموړي ویلي: "د افغان سولې بهیر به هغه وخت بریالی چې په دغه هېواد کې یو بې پلوی لنډ مهالی حکومت وي چې ازادې او رڼې ټاکنې ترسره کړي چې ټولې ښکېلې خواوې پکې برخه ولري."
عمران خان زیاته کړې " دا نه شي ویلی چې یو لنډ مهالی حکومت جوړېدل چې ازادې ټاکنې ترسره کړي به څومره وخت ونیسي."
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم عمران خان ورته څرګندونې وکړې چې د افغان حکومت او عامو خلکو پراخ غبرګون یې را وپاراوه.
ده ویلي و چې 'د افغانانو تر منځ به خپلمنځي سوله وشي او یو داسې حکومت به رامنځته شي، چې ټول افغانان به پکې شامل وي. '
د افغانستان بهرنیو چار وزارت کابل کې د پاکستان سفارت یو مستشار د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په تړاو احضار کړ.
وزارت ویلي و چې د پاکستاني لومړي وزیر د څرګندونو په تړاو یې له د سفارت له مستشاره د سپیناوي غوښتنه کړې.
افغان چارواکو د ښاغلي خان دغه خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.
تر هغې وړاندې (سلواغه ۲۴/فبرورۍ ۱۳) د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي و، د سولې خبرو لپاره د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به د پاکستان په رسمي غوښتنه دې هېواد ته سفر کوي او هلته به دوشنبه د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه د امریکا حکومت له مذاکراتي ډلې سره د سولې خبرو لړ کې ناسته کوي.
په اعلامیه کې راغلي و چې د همدې سفر په ترڅ کې به د طالبانو استازي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ګوري، او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کوي.
تر اوسه افغان دولت د عمران خان تازه څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی، خو د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه د ښاغلي خان خبرو ته په کنایه لیکلي:
''د ګاونډي ساز ته د موقت دولت ګډا''