نقیب مسید وژنه: محکمې رسماً پر راو انوار تور ولګاوه

    • Author, عرفان خټک
    • دنده, لیکوال

د پاکستان کراچۍ کې ترهګرۍ ضد محاکمه کې د دو شنبې په ورځ د وزيرستان وژل شوي زلمي نقیب مسید د قضیې اورېدل شوې چې ورته تورن د ملیر پولیس پخوانی افسر راو انوار او نور ملګري یې وړاندی شوي وو.

د ترهګرۍ ضد محکمې وزیرستان کې د وژل شوي ځوان نقیب مسید په قضیه کې رسما تورن راو انوار او د هغه نور پولیس ملګري تورن کړي، خو ښاغلي انوار په محکمه کې جرم منلو څخه انکار کړی دی.

کراچۍ ترهګرۍ ضد محکمې د قضیې شاهدانو ته امر کړی چی هغوی دې د اپریل په یوولسمه محاکمې ته وړاندې شي او ددوی پرضد دې ګواهي ورکړي چی همدا رنګه قضیه پرمخ لاړه شي.

پښتون ځوان نقیب مسید د کراچۍ په شاه لطیف سیمه کې د جنورې په ۱۳ مه نیټه ۲۰۱۸ م کال کې پولیس لخوا سره د درې نور کسانو وژل شوی و.

هغه وخت ملیر پولیسو مشر راو انوار ادعا کوله چی نقیب مسید د طالبانو ملګری و او پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی، خو له پيښې وروسته پر خواله رسنیو غبرګونونه راپورته او د نقیب مسید خپلوانو ادعا وکړه چې نقیب مسید پولیسو د سهراب ګوټ له يو هوټله بيولی او لس ورځې وروسته یې مړی موندل شوی دی.

نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته په ټول پاکستان کې اعترضونه وشول او پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په اسلام اباد کې اعتراضي جلسې وشوې. همداسی په کراچۍ کې هم پښتنو لخوا نقیب مسید پر وژنه تر لس ورځۍ زيات پرلت وشو.

نقیب مسید وژنې په قضیه کې تورن پولیسو افسر راو انوار او نور ملګرو ته یې څو څو واري دغه محکمې لخوا ضمانت ورکړل شوی یا منل شوی خو دا لومړی ځل دی چې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد محکمه راو انوار او نور ملګري یې د نقیب مسید د وژنې په قضیه کې رسما تورنوي.