تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترهګرۍ ضد محکمې نقیب مسید بې ګنا وباله
د پاکستان کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې په ترهګرۍ، وسله او باروتو لرلو په تور وژل شوی نقیب الله مسید بې ګنا وباله.
محکمه وايي، د نقیب مسید د خواله رسنیو پروفایل ښيي چې هغه یو لېبرل یا ازاد خیال کس و، له هنر سره یې منیه وه او د ماډل جوړېدو ارمان یې درلود.
د تېر کال جنورۍ کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انوار نقیب الله مسید له خپلو دریو ملګرو سره وواژه او ویې ویل چې له داعش او جنګوي لښکر سره یې اړیکه درلود.
د ترهګرۍ ضد محکمې له پلټنو او څېړنو له پنځو رپوټونو ارزولو وروسته پر نقیب مسید لګېدلي تورونه ناسم بللي.
محکمه خپله پرېکړه کې لیکي: په رسنیو کې د راو انوار د خبرو اپوټه په نقیب الله مشهور نصیب الله ترهګرۍ کې اس نه درلود او نه داسې کوم ثبوت میلاو شوی دی. د پېښې له ځای ترلاسه شوي اسناد او څېړنې دا تورونه نه ثابتوي، ځکه د هغه په ضد لګېدلي تورنه له دوسیې غورځول کې.
د نقیب مسید له وژل کېدو وروسته ټول پاکستان کې مظاهرې پیل شوې او اسلام اباد کې د مختلفو سیمو پښتنو لس ورځې پرلت وکړ.
راو انوار له مظاهرو وروسته ونیول خو وروسته په ضمانت سره خوشی شو.
تېرو ورځو کې راو انوار له هېواد د وتلو وړاندیز کړی و، خو محکمې ونه مانه.
اسلام اباد کې د پښتنو پرلت سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو، چې له هغه راهیسې د خپلو حقونو لپاره په مختلفو سیمو کې مظاهرې کوي.
د غورځنګ وروستی لاریون دا اونۍ په کراچۍ کې و، خو تر غونډې وروسته یې یو مشر عالم زېب مسید ونیول شو.
د نوموړي د خوشي کولو لپاره تېره ورځ هم مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې وې.