کرېکټ: د پاکستان غوره لیګ کې ۲۴ پښتانه ستوري

    • Author, عرفان خټک
    • دنده, کراچۍ مېشت ازاد خبریال

د پاکستان د کورني کرېکټ غوره لیګ سیالیو څلورم پړاو لپاره بېلابېلو لوبډلو ۲۴ پښتانه لوبغاړي خپلو لوبډلو ته غوره کړي چې د دوی لپاره دې سیالیو کې لوبې وکړي.

په دغو پښتنو لوبغاړو کې ترټولو زیات ۶ لوبغاړي د "کوېټه ګل‌‌‌‌‌‌ډيیټرز" په لوبډله کې اخیستل شوي.

په دوی کې انور علي، احمد شهزاد، محمد اصغر، نواز خان، جلات خان او پېښوری ځوان لوبغاړی نسیم شاه شامل دي.

ورپسې زیات پښتانه لوبغاړي "کراچي کنګز" نومې لوب‌‌‌‌‌‌ډلو کې اخیستل شوي چې شمېره یې ۵ ته رسي.

د کراچۍ په لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې څلور هغه پښتانه لوبیږي چې د پاکستان کرېکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډله ته یې هم لوبې کړې دي.

په دوی کې سهیل خان، محمد رضوان، عثمان شنوارۍ او افتحار احمد د یادونې وړ دي.

په دغه لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې ۱۹ کلن پښتون زلمی عمر خان هم شته چې د قبایلي سیمې دی.

د "پېښور زلمي" لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې هم ۴ پښتانه لوبغاړي شته، چې سمین ګل، سمیع الله اپرېدي، خالد عثمان او ځوان نبي ګل ته ځای ورکړل شوی.

همداراز د لاهور قلندر لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې ۳ او ملتان سلطان نومي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ۴ پښتانه لوبغاړي لوبو ته غوره کړي دي.

ملتان سلطان لوب‌‌‌‌‌‌ډلې سره د پاکستان کرېکټ مشهوره څيره شاهد اپریدي، جنېد خان، محمد الیاس او د افغانستان کرېکټ ځوان لوبغاړی قیس احمد لوبېږي.

لاهور قلندر لوب‌‌‌‌‌‌ډلې بیا فخر زمان، یاسر شاه او د خیبر ایجنسۍ ځوان لوبغاړی شاهین شاه اپرېدی رانیولي دي.

د پاکستان کورني کرېکټ غوره لیګ د تېر کال سیالیو اتلې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې اسلام اباد یونائټډ یوازی ۲ پښتانه لوبغاړي اخیستي چې پکې ځوان محمد موسی خان او د افغانستان کرېکټ چپ لاسی ورو توپ اچونکی ظاهر خان شامل دي.

په دې سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو په اړه تر دې دمه کره مالومات نشته چې په دې سیالیو کې به ګډون وکړای شي او که نه، خو د لوبډلو لخوا بیا هم اخیستل شوي دي.

د "پي اېس اېل" څلورم پړاو کې دا ځل ۳۴ لوبې ترسره کیږي چې له دې ډلې به ۲۶ لوبې په متحدو عربي اماراتو او ۸ لوبې به په پاکستان کې وشي.

په دې ۸ لوبو کې درې لوبې په لاهور او ۵ لوبې په کراچۍ کې کېدونکې دي.

د سیالیو پایلوبه هم په کراچۍ کې پلان شوی ده او ویل کېږي چې کلک امنیتي تدابیر ورته په پام کې نیول شوي.