کرېکټ: د پاکستان غوره لیګ کې ۲۴ پښتانه ستوري

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty/ PSL

د عکس تشریح، عمر خان (کیڼ) شاهد اپرېدی او نسیم شاه به سږ کال پي اېس اېل کې لوبېږي
    • Author, عرفان خټک
    • دنده, کراچۍ مېشت ازاد خبریال

د پاکستان د کورني کرېکټ غوره لیګ سیالیو څلورم پړاو لپاره بېلابېلو لوبډلو ۲۴ پښتانه لوبغاړي خپلو لوبډلو ته غوره کړي چې د دوی لپاره دې سیالیو کې لوبې وکړي.

په دغو پښتنو لوبغاړو کې ترټولو زیات ۶ لوبغاړي د "کوېټه ګل‌‌‌‌‌‌ډيیټرز" په لوبډله کې اخیستل شوي.

په دوی کې انور علي، احمد شهزاد، محمد اصغر، نواز خان، جلات خان او پېښوری ځوان لوبغاړی نسیم شاه شامل دي.

اصغر

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، محمد اصغر د بلوچستان ایالت دی او کوټې لپاره لوبیږي

ورپسې زیات پښتانه لوبغاړي "کراچي کنګز" نومې لوب‌‌‌‌‌‌ډلو کې اخیستل شوي چې شمېره یې ۵ ته رسي.

د کراچۍ په لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې څلور هغه پښتانه لوبیږي چې د پاکستان کرېکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډله ته یې هم لوبې کړې دي.

په دوی کې سهیل خان، محمد رضوان، عثمان شنوارۍ او افتحار احمد د یادونې وړ دي.

په دغه لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې ۱۹ کلن پښتون زلمی عمر خان هم شته چې د قبایلي سیمې دی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi

د عکس تشریح، سمیع الله افریدي او نبي ګل د پېښور زلمي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې په ګټه لوبیږي

د "پېښور زلمي" لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې هم ۴ پښتانه لوبغاړي شته، چې سمین ګل، سمیع الله اپرېدي، خالد عثمان او ځوان نبي ګل ته ځای ورکړل شوی.

همداراز د لاهور قلندر لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې ۳ او ملتان سلطان نومي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ۴ پښتانه لوبغاړي لوبو ته غوره کړي دي.

ملتان سلطان لوب‌‌‌‌‌‌ډلې سره د پاکستان کرېکټ مشهوره څيره شاهد اپریدي، جنېد خان، محمد الیاس او د افغانستان کرېکټ ځوان لوبغاړی قیس احمد لوبېږي.

موسی خان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، نولس کلن موسی خان به اسلام اباد لپاره لوبه کوي

لاهور قلندر لوب‌‌‌‌‌‌ډلې بیا فخر زمان، یاسر شاه او د خیبر ایجنسۍ ځوان لوبغاړی شاهین شاه اپرېدی رانیولي دي.

د پاکستان کورني کرېکټ غوره لیګ د تېر کال سیالیو اتلې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې اسلام اباد یونائټډ یوازی ۲ پښتانه لوبغاړي اخیستي چې پکې ځوان محمد موسی خان او د افغانستان کرېکټ چپ لاسی ورو توپ اچونکی ظاهر خان شامل دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، KARACHI KINGS

د عکس تشریح، عثمان شنیواری (کیڼ لاس ته) کراچي کنګز لوبډله کې اخیستل شوی

په دې سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو په اړه تر دې دمه کره مالومات نشته چې په دې سیالیو کې به ګډون وکړای شي او که نه، خو د لوبډلو لخوا بیا هم اخیستل شوي دي.

د "پي اېس اېل" څلورم پړاو کې دا ځل ۳۴ لوبې ترسره کیږي چې له دې ډلې به ۲۶ لوبې په متحدو عربي اماراتو او ۸ لوبې به په پاکستان کې وشي.

فخر

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، د مران فخر زمان دا ځل لاهور لپاره لوبېږي

په دې ۸ لوبو کې درې لوبې په لاهور او ۵ لوبې په کراچۍ کې کېدونکې دي.

د سیالیو پایلوبه هم په کراچۍ کې پلان شوی ده او ویل کېږي چې کلک امنیتي تدابیر ورته په پام کې نیول شوي.

اپرېدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاهین شاه اپرېدی دې وروستیو کې د پاکستان ملي لوبډلې ته هم لوبېدلی