تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د پاکستان سوپر ليګ کې به بری د چا په برخه شي؟
د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) کرېکټ سیالیو لومړۍ لوبه نن د فبرورۍ پر ۱۴ دوبۍ کې د تېر کال د اتلې لوبډلې اسلام اباد يونايټېډ او لاهور قلندرز لوبډلو تر منځ کېږي.
د پاکستان سوپر ليګ له ۳۴ لوبو ۲۶ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږی چې په لومړي ځل به څلور لوبې په ابوظبهي کې هم ترسره شي.
د پاکستان سوپر ليګ دوهم پړاو په پاکستان کې کېږي چې لاهور به د دريو او کراچۍ د پنځو لوبه کوربتوب کوي، چې په هغو کې د ۱۷ مارچ پايلوبه هم شامله ده.
اسلام اباد يونايټېډ
اسلام باد په تېرو دريو سياليو کې دوه ځله اتلولي ګتلې ده. تېر کال يې په پايلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړې وه.
سږ کال به تجربه لرونکي لوبډلمشر مصباح الحق د اسلام اباد يونايټېډ برخه نه وي، دی له پېښور زلمي لوبډلې سره يو ځای شوی دی. د اسلام اباد يونايټېډ مشري محمد سميع ته سپارل شوې ده.
د اسلام اباد يونايټېډ تر ټولو لويه هيله د نیوزلنډ ليوک رانکي دی چې د تېر کال په پي سي اېل کې يې ښه لوبه کړې وه او ۴۳۵ منډې يې جوړې کړې وې.
سږ کال اسلام اباد يونايټېډ په خپله لوبډله کې افغان لوبغاړي ظاهر خان، د انګلنډ اې این بېل او د وېلز فل سالټ هم شامل کړي دي.
د اسلام اباد يونايټېډ د بولېنګ يا توپ اچوونې برخه متوازنه ده، چې په هغو کې شاداب خان، فهيم اشرف، محمد سميع، رومان رييس او سمېت پټېل د يادولو وړ دي.
فهيم اشرف تېر کال د پېښور زلمي د وهاب رياض تر څنګ د ۱۸ وېکټو په اخيستو سره تر ټولو مخکې وو.
دوه ځوان لوبغاړي رضوان حسين او موسی خان هم د لوبډلې برخه دي. ۲۲ کلن رضوان حسين دا ځل په ملي شل اوريزه کپ کې ۳۱۱ منډې کړې او او موسی خان د ۱۹ کلنو نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبه کې د هند څلور لوبغاړي سوځولي وو.
پېښور زلمي
پېښور زلمی لوبډله د دوهم پي اېس اېل اتله وه چې تېر کال يې په پایلوبه کې اسلام اباد يونايټېډ ته سيالي بايللې وه.
پېښور زلمي یو ځل بيا د وېسټ انډيز د ډرن سيمي تر مشرۍ لاندې ډګر ته راوځي چې د مصباح الحق پراخه تجربه هم ورسره مله ده.
د پي اېس اېل تر ټولو کامياب بټسمن کامران اکمل (۹۲۹) او تر ټولو کامياب بولر وهاب رياض (۴۸ وېکټې) هم د پېښور زلمي لوبډلې برخه دي. د دوی تر څنګ د وېسټ انډيز کرن پولارډ، انډرې فلېچر، د انګلنډ ډېوېډ ملان او د ډربي شاير وين ميډسن هم پېښور زلمي لوبډله کې شامل دي.
کویټه ګلډييټرز
کویټه ګلډييټرز دوه ځله د پي اېس اېل فاينل کې لوبېدلې ده چې دواړه ځله د اتلولۍ په خپلولو کې پاتې راغلې.
کویټه ګلډييټرز د سرفراز احمد په مشرۍ سږ کال بيا د شېن واټس او رايلی روسو په ملاتړ پيل کوي. د سنيل نارين، ډوين راوو او عمر اکمل شتون کوټه يو ځل بيا غښتلې لوبډله کړې.
کراچي کېنګز
د عماد وسيم په مشرۍ د کراچي کېنګز سره، کولن انګرم، بابر اعظم او کولن منرو په بڼه د شل اوريزو لوبو تکړه لوبغاړي شته.
د زمبابوې سکندر رضا او د انګلنډ روي بوپارا هم د دې ټيم برخه دي.
د بولېنګ په برخه کې عثمان شينواری او محمد عامر لري. په وروستيو کې د نه ځلېدو له امله د محمد عامر لپاره دغه سيالۍ ډېرې مهمې دي.
ملتان سلطانز
ملتان سلطانز له نويو مالکانو سره د پي اېس اېل ډګر ته راځي. مشري يې د شعيب ملک پر غاړه ده. د شاهد اپريدي، نکلولس پورن او انډري رسل په راتلو سره دغه لوبډله غښتلې شوې ښکاري.
په چټګه توپ اچوونه کې د لوړې ونې څښتن محمد عرفان او جنيد خان موجود دي، خو تمرکز به پر محمد عباس راټول وي چې وروستيو کې د اي سي سي یا کرېکټ نړيوالې شورا د غوره لوبډلې برخه و.
لاهور قلندرز
لاهور قلندرز په دريو پي اېس اېل کې په وروستي نمبر راغلی و. سږ کال د پاکستان سوپر ليګ تر ټولو مشهور نوم ابي ډي ویليرز د لاهور قلندر برخه دی. د ده تر څنګ د نيوزيلنډ انډريسن او کارلوس برتوېټ هم شامل دي.
د دې لوبډلې مشري د محمد حفيظ پر غاړه ده چې تېر کال له پېښور زلمي لوبډلې سره و او د دې لوبډلې د مينه والو ډېرې هیلې له فخر زمان سره هم تړلې دي.
د توپ اچوونې په برخه کې د شاهين اپريدي تر څنګ د نيپال ۱۸ کلن سپنر سنديپ هم شامل دي.