د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد د پاکستاني پوځ نوې تګلاره

پښتون ژغورنه

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین او ور سره علي وزیر او محسن دوړ
    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

په تېرو څو مياشتو کې د پښتونخوا په پوځي مرکزونو يا د پوځ د لوړپوړو چارواکو په دفترونو کې د پوهنتونونو زدکوونکي او ښوونکي داسې غونډو ته بلل شوي، چې پکې د دې تنظيم هڅې منفي بلل کيږي.

د پوهنتونونو ښوونکي وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پوځ د جلا جلا مفکورو سره د زد کونکو په زدکړو بد اغيز کيږي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کول و چې دغه غور ځنګ نژدې د پښتونخوا د هرې سيمې د پښتنو پام ځان ته واړا وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ اوس د ډيری پښتنو اواز جوړ شوی. په بلوچستان ايالت او د پښتونخوا په مختلفو سيمو لکه پيښور، سوات او په قبايلي ولسواليو کې یې درنو جلسو وښوده چې پښتانه نور زياتی نه زغمي او خپل حق غواړي.

د پښتون ژغورنې په دغو جلسو کې ماشومانو، بوډا ګانو او ميرمنو هم ګډون درلود خو ځوانان تل د غورځنګ د مظاهرو ستره برخه جوړوي.

په دغو ځوانانو کې بيا زيات شمير د يوهنتونونو زدکوونکي او ځينې ښوونکي هم دي چې د غورځنګ له فکر یې اثر اخستی.

د پاکستان پوځ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مفکورې انديښمن کړی اوس یې پر ضد خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

منظور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د منظور پښتین خولۍ هم ډېرو ځوانانو ته د انصاف غوښتنې په سمبول اوښتې ده.

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې په تيرو څو مياشتوکې داسې غونډې جوړې شوې چې د پوهنتون زدکوونکي او ښوونکي ورته په خاصه توګه بلل شوي دي.

د پوځ دغوغونډو کې يو شمير ګډونوال زدکوونکي وايي پوځي چارواکي نيغ په نيغه د چا نوم نه اخلي خو وايي يو تنظيم دی چې ځوانان په بده لار اړوي او تاسو بيدار اوسئ.

ځینې دغو زدکوونکو بي بي سي ته وويل پوځ ورته وايي يو تنظيم ځوانان بې لارې کوي.

دوی زیاتوي، اوس په يو دوه کې حيران دي چې دا چا ومني او کوم اړخ ته لاړ شې.

په اسلام اباد کې د سياسې او امنيتي چارو څيړونکی بريګيډ‌ير سيد نذير بي بي سي ته وايي، پښتانه د ترهګرۍ په نوم او پوځي عملياتو کې ځپل شوي دي.

هغه دا مني چې پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مفکورې پر ضد پوره هلې ځلې کوي خو زياتوي د پوځ بريا د پښتنو د ستونزو په اوارولو کې ده:

"يوه مفکوره هغه وخت کاميابيږي چې هغه د ټوپک په زور نه بلکې په خوښه پلې کيږې. مفکور هله کاميابيږې چې د خلکواعتراضونو د حل خبره پکې ښکاري. خو د حکومت دوه مخيزه پاليسي ده چې ور سره یې مفکوره نشي کاميابېدی".

پښتون ژغورنه غورځن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له لوستو نالوستو رانیولې تر بوډاګانو او ماشومانو د پښتون ژغورنې مینوال شته، خو ډېره برخه یې ځوانان جوړوي.

د پيښور پوهنتون د جرنالېزم څانګې ښوونکي پروفيسر ډاکټر سيد عرفان اشرف بي بي سي ته وويل اوسنیو حالاتو د زدکوونکو پر زدکړو بد اغيز کړی:

"زمونږ زدکوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پوځ د بيانيو په منځ کې دي. د سبق ښودلو په وخت د يوه زدکوونکي قانع کول ډير ګران شي. د حکومت دريځ دا دی چې هر څه سم دي خو ځمکني حالات بيخي بدل دي. د نن وخت زدکوونکی په خواله رسينو له هر څه خبر دی او حکومت یې نشي تير باسلی".

څو مياشتې وړاندې د پښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خوا خوږۍ په شک د پوهنتونونو په ښوونکو د ميډيا سره په خبرو هم بنديز ولګاوه.

امنيتی چارواکو د ځينې پوهنتونو مشرانو ته دا هم ویلي، چې د پوهنتونونو ښوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ له جلسو لرې وساتي.