ترهگري؛ د پاکستان بلوچستان کې زیاته شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ۲۰۱۷ کال پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرۍ پېښې ۲۳ سلنه ډېرې شوې دي، خو نور پاکستان کې دا ډول پېښې ۲۹ سلنه کمې شوې دي. د پاکستان طالبانو غورځنګ، ور پورې تړلې ډلې او "اسلامي دولت" نومې ډله دې ایالت ته یو خطر بلل کېږي.
د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز خپل کلني رپوټ کې وايي، د پاکستان طالبانو غورځنګ سره تړلو ډلو د ۲۰۱۸ کال د ډېرو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی او ور پسې بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم دې پېښو کې ښکېلې دي.
د ۲۰۱۸ کال بله پرمختیا دا ده چې وسلوالو بلوڅو بیلتون پالو ډلو لومړی ځل لپاره دوه ځانمرګي بریدونه وکړل.
د دې رپوټ د شمېرو له مخې پر ۲۰۱۸ کال پاکستان ۶۴ ضلعو یا ولسوالیو کې د توکم، مسلک او مذهب په نوم ۲۶۲ ترهګریزې پېښې شوې دي، چې ۱۹ ځانمرګي بریدونه هم پکې شامل دي.
خو ور سره دا هم ویل شوي چې د ۲۰۱۷ کال پرتله ۲۰۱۸ کال ټول پاکستان کې دا پېښې ۲۹ سلنه کمې شوې دي.
دا پېښې چا کړې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترهګرۍ دا ۱۷۱ پېښې د طالبانو غورځنګ یا ترې بېلو ډلو جماعت الاحرار، ځايي طالبانو او یا اسلامي دولت او نورو ډلو کړې دي، چې ۴۴۹ کسان پکې وژل شوي دي.
د بلوڅ بېلتونپالو په بریدونو کې- چې شمېر ۸۰ ته رسېږي- ۹۶ کسان وژل شوي دي.
پاکستان کې ۱۱ فرقه يي پېښې شوې چې ۵۰ کسان پکې وژل شوي او ۴۵ ټپیان شوي دي.
دا رپوټ وايي، د ترهګرۍ ټولو پېښو کې ۱۳۶ داسې هم دي چې پکې قانون پلې کوونکې ډلې په نښه شوې دي.
د قانون پلې کوونکو ادارو په عملیاتو کې هم ۱۲۰ وسلوال ترهګر وژل شوي، خو پر ۲۰۱۷ کال دا شمېر ۵۲۴ کسانو ته رسېده.
د ترهګرۍ ډېرې سختې پېښې د سیاسي مشرانو او کارمنانو پرضد شوې دي.
د ۲۰۱۸ کال ټاکنیزو هڅو کې ۲۴ دا ډول پېښې شوې، چې ۲۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۳۹۴ ټپیان شوي دي.
د ایران او پاکستان ترمنځ ناندرۍ

د عکس سرچینه، Irib
په رپوټ کې د پاکستان سرحدي سیمو ته پام شوی، د افغانستان، ایران او هند سره د پاکستان پولو کې ۱۳۱ بریدونه شوي چې ۱۱۱ کسان پکې وژل شوي او ۲۹۰ ټپیان شوي دي.
د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له امله دواړو هېوادونو په ډيپلوماټیکه کچه یو بل ته ستغې سپورې ویلې دي.
د امن او ټیکاو له مخې بلوچستان ته پام شوی دی، ځکه پر ۲۰۱۸ کال دغه صوبه کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۳۵۴ کسان وژل شوي، چې پاکستان کې د دا ډول وژل شویو کسانو د شمېر ۵۹ سلنه جوړوي.
بلوچستان کې د خپلواکۍ پوځ له لوري دوه بریدونه د دې ډلې له دودیزو بریدونو توپیر لري چې د چین د سفارتکارو او کارمنانو د نښه کولو هڅه یې وکړه.
رپوټ کې دا هم روښانه شوې ده چې توندلاري او بېلتونپالو ته په یوه سترګه ونه کتل شي، که څه هم بلوچستان کې د مذهبي توندلارو فعالیتونه کم دي، خو مرګ ژوبله تر ډېره د بېلتونپالو بریدونو کې شوې ده.
پر ملي عمل پلان نیوکه

د عکس سرچینه، Getty Images
په رپوټ کې د نېشنل اکشن پلان بیا کتنې اړتیا ښودل شوې، هغه هم په داسې مهال چې د ملي امنیت د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ ترمنځ کلونو کورنۍ پالیسۍ کې یې د ادارو روښانه مسوولیت ګونګ ښودل شوي دي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د حکومت ځینو ادارو ځینې ګوندونه ناقانونه بللي، خو نورو بیا دا ډلې قانوني بللې دي.
همدا وجه د چې ځینې ډلو ټاکنو کې ګډون کړی او نورې چې بې قانونه بلل شوې، نومونه یې بدل کړي دي.








