پېښور: ممثله منیبه شاه د جعلي فېسبوکپاڼې جوړولو له کبله نیول شوې

    • Author, کوثر اعوان وحيد
    • دنده, بي بي سي پېښور

د پېښور یوې محکمې د پښتو فلمونو ممثله منیبه شاه د ۱۴ ورځو لپاره ځکه توقیف ته استولې، چې ویل کېږي پر فېسبوک یې د یوې خپلوانې ښځې په نامه جعلي پاڼه پرانیستې وه او د هغې او کورنۍ تصویرونه یې پرې خپرول.

د پاکستان فدارلي څېړنو ادارې ایف ای اې ۲۹ کلنه منیبه شاه د انټرنېټي جرمونو مخنیوي قانون له مخې نیولې او د پنجشنبې پر ورځ یې ځايي محکمې ته وړاندې کړه.

له دې مخکې یوې ځايي ښځې شکایت کړی و، چې نامعلومو کسانو یې په نوم د فېسبوک جعلي پاڼه چمتو کړې او د دوی کورني عکسونه پرې خپروي.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي چارواکو له قوله وايي، چې په شکایت کې د چا نوم نه و یاد شوی، خو له څېړنې وروسته معلومه شوه، چې دغه فېسبوکپاڼه د پښتو فلمونو او ډرامو ممثله منیبه خان استعمالوي.

چارواکي وايي، منیبه شاه هم منلې چې دغه پاڼه یې چلوله. ویل کېږي د موبایل ټیلیفون شمېرې له لارې دغه معلومات موندل شوي دي.

وروسته ایف ای اې کسانو هغه وای فای ادرس معلوم کړ، چې دغه فېسبوکپاڼه یې کنترولوله او له هماغه ځایه اغلې شاه ونیول شوه.

رپوټونو کې ویل شوي، د منیبه شاه او د هغې خپلوانې ښځې تر منځ، چې په نامه یې جعلي پاڼه چمتو شوې وه، خفګان و او له همدې کبله د دغې ښځې د بدنامولو هڅه شوې ده.