''په پېژندپاڼه کې د پلار نوم نه غواړم''

یوې پاکستانۍ پېغلې د خپل هېواد سترې محکمې ته عریضه کې غوښتي، چې له رسمي اسنادو یې د پلار نوم لرې کړل شي.

هغه وايي:

''زه دغه سړی د خپل پلار په حیث نه منم. هغه تر اوسه زما نوم په خوله نه دی یاد کړی. د هغه شجره نسب کې له سره زما نوم نه شته. خلک پوښتنه رانه کوي، پلار دې چېرې دی؟ ټولنه کې په سپک نظر راته کتل شوي دي. ''

د پنجشنبې پر ورځ دغې ۲۲ کلنې پېغلې داسې حال کې چې مور پلار یې هم هلته وو په غریو نیولي انداز له محکمې وغوښتل چې په رسمي اسنادو کې د پلار شاهد ایوب نوم بدلولو اجازه ورکړي.

پلار یې شاهد ایوب قاضیانو ته وویل، ۱۹۹۸ کې یې د تطهیر مور فهمیده طلاق کړه او پېښور کې د کورنۍ جرګې پرېکړه وه، چې له لور سره به هېڅ تعلق نه ساتي.

نوموړی وايي وروسته یې یو ځل، دوه کوښښ وکړ، خو بریالی نه شو.

د قاضیانو له ترټنې وروسته هغه ومنله چې کومې حکومتي ادارې ته یې دې لړ کې رجوع نه ده کړې، خو ښاغلي ایوب ټینګار کاوه، چې ۲۰۰۲ کې یې لور سره لیدلي او نانځکې یې هم ورکړې دي.

محکمې که څه هم د کفالت حق په تړاو چارواکو ته امر وکړ، چې د تطهیر د پلار د اقتصادي حالت معلومات ورکړي او نوموړی باید د تېرو کلونو کفالت هم جبران کړي، خو قاضیانو د نوم بدلون په تړاو وویل:

''دا یې پېژندګلوي ده. دا زموږ لپاره ممکنه نه ده. که د ښوونځي یا پوهنتون اسنادو کې څه تېروبېر یې سم به شي، خو هغه اغېز چې پر ذهن یې شوی، نه شي محو کېدای. ''

وروسته بي بي سي سره خبرو کې تطهیر وویل:

''د مور له کبله دغه ځای ته ورسېدم، که نه پلار مې تر ننه نه و لیدلی. لومړی ځل مې چې محکمه کې ولید، زړه مې نه غوښتل ورته وګورم. ''

هغه وايي ۲۰۰۹ کال کې مې د ښوونځي اسنادو لپاره پلار ته ټیلیفون وکړ او هغه راته انکار وکړ، بلکې راته یې وویل، چې د مور خلاف پولیسو سره شکایت ثبت کړم بیا به پر دې موضوع غور وکړي.

تطهیر اوس ښوونځی بشپړ کړی او د لوړو زده کړو لپاره بهر ته تګ غواړي، خو په وینا یې پېژندپاڼه کې یې د پلار کورنۍ شمېره نه شته، چې له کبله یې ورته پاسپورټ اخیستو کې ستونزې دي.

پاکستان کې د یتیمانو یا هغو ماشومانو لپاره چې پلار یې بې درکه وي قانون شته، خو پاکستانی قانون د هغو ماشومانو په تړاو هېڅ نه وايي، چې پلرونه یې ژوندي دي، خو له اولاد سره اړیکي نه لري.

د تطهیر قضیه کې محکمې ویلي، راتلونکې ناسته کې به پر دغه موضوع نور غور کوي.