پاکستان: ولسمشرغني هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي

پاکستان د افغان ولسمشر وروستي ټویټونه د پاکستان په کورنیو مسلو کې د لاس وهنې معادل ګڼلي او وايي هڅه یې کړې بل رنګ ورکړي.
تېره اوونۍ چې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته پرلت روان و، د نورو افغان چارواکو سربېره ولسمشرمحمد اشرف غني هم د لاریون ملاتړ وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د افغانستان مشرۍ له خوا د نقیب الله مسید له وژنې سره پر تړلې مسلې غږېدل، د پاکستان "کورنیو مسلو کې د لاسوهنې معادل دی."
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته، پرلت او اوږد مارچ پر مهال ولسمشرغني ویلي ول، د توندلارۍ په وړاندې ډېر ښه ګام دی او دا د هر چا "اخلاقي" دنده ده چې ملاتړ یې وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ښاغلي فیصل ویلي، "افغان مشرۍ هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي".
ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي ول "ما پر فغانانو او د سیمې پر خلکو غږ کړی چې باید د ترهګرۍ پرضد یو شي. هغه زیاته کړې وه "زما په اند د پښتنو اوږد مارچ زما هماغو څرګندونو ته ځواب او د بنسټ پالنې پر ضد د بېدارۍ نښه ده".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پښتنو پرلت د ټولنیزې مسلې په پار و او دې ته دې سیاسي رنګ ورنه کړل شي.
افغان ولسمشر د خپلو ټېوټونو په لړۍ کې پر رسنیو غږ کړی چې په بې پرې توګه خپله دنده پرځای او د پښتنو لاریونوالو غوښتنې خپرې کړي او نړۍ ته یې "سم" انځور وړاندې کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د پاکستان یو شمېر سیاسي کړۍ افغان لوری په دې تورنوي چې ګواکې د پښتنو پرلت بېلتون پالونکی خوځښت تعبیروي.
په کابل کې د وینلړلو بریدونو وروسته چې د طالبانو ډلې یې مسولیت پر غاړه واخیست، د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکي لا خرابې شوې.
په اسلام اباد کې د پښتنو یو کم ساری احتجاجي پرلت د حکومت ددې ډاډ وروسته چې غوښتنې به یې پوره کېږي پای ته ورسېد.
دا احتجاج چې په بشپړ ډول سوله ییز و، پاکستان کې د پښتنو ځورونې ته د پای ورکولو، وزیرستان کې د ماینونو له منځه وړلو، د قبایلي وګړي نقیب مسید قاتلانو ته د سزا ورکولو غوښتې سره پیل شوی و، خو ډېری دې پرلت ته د خپل حق لپاره د پښتنو ځوانانو او پېغلو د یو خوځښت د پیل په توګه ګوري.










