کوټه او بنو کې برید د پولیسو په ګډون ۸ کسان ووژل او ۲۲ ټپیان شول

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د چاودنې له امله د پولیسو د چټک غبرګون ډلې پنځه سرتېري او یو بل کس وژل شوی او ۲۲ کسان ټپیان دي.

د پېښې ټپیان د کوټې عامه روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی. په ټپیانو کې ۱۵ پولیس دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي بي بي سي ته ویلي چې پولیسو ځانګړي ځواکونه په یوه ټرک کې ښار ته راون و، چې له دغه برید سره مخ شول.

نوموړی زیاتوي، د پېښې د ډول په هکله پلټنې کوي، مګر د ځانمرګي برید شونتیا نه ردوي.

یو پولیس وايي، باروت په موټر کې و او د پولیسو د ګاډي په رسېدو سره وچاوېدل.

له دې پېښې لږ وروسته د کوټې په قمبراني سړک هم وسلوالو یو پولیس وژلی دی.

طالبان وايي، برید دوی کړی

د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویاند رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دا برید دوی کړی.

محمد خرسانی وايي، په دغه ځانمرګي برید کې یې ملیشه ځواکونه په نښه کړي دي.

بلوچستان کې د ناامنۍ له امله پر نورو پېښو سربېره پر پولیسو هم بریدونه کېږي.

په روان کال کې د ورته پېښو له امله د دوو چارواکو په ګډون له شلو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

په بنو کې ورته برید

له بلې خوا د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، چې د پښتونخوا په بنو کې هم دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره، د دې سرتېرو موټر هم د بنو له جلال تلاشۍ پوستې سره نږدې په ریموټي بم برابر شوی دی.