په کوټه کې وير او کاربنديز

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر ډله ييزو ځانمرګو بریدونو وروسته نن چهارشنبه (۲۶ اکټوبر) کاربندیز دی.

د دغه ښار د سوداګرو اتحاديې په ټول ښار کې د تجارتي مارکېټونو او پلورنځایونو د احتجاج په توګه د تړلو اعلان کړی دی.

د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه په کوټه کې دریو ځانمرګو بریدګرو د پولیسو پر یوه رونیز مرکز ډله ييز برید وکړ، چې په کې ۶۱ تنه وژل شوي او تر یو ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.

د بلوچستان د سوداګرو اتحاديې یوه مشر الله داد ترین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی دغه برید په سختو ټکیو کې "غندي او د دې پرضد به هم نن چهارشنبه د کوټې ښار ټول تجارتي مارکېټونه د احتجاج په توګه بند وساتي."

له دې سره د دغه ښار سوداګرو د چهارشنبې په غرمه د کوټې په باچاخان څلورلارې یو لاریون هم وکړ او د وسله والو پر ضد يې شعارونه ورکړل.

په دغه لاریون کې د سوداګرو مشرانو پر حکومتي اورګانونو هم سختې نیوکې وکړې او پوښتنه يې وکړه، چې تر کومه دوی د همداسې ترهګرو بریدونو شاهدان وي.

بلې خواته د بلوچستان ایالتي حکومت هم د دغه برید پرضد درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

که څه هم د بلوچستان ایالت شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو د دغه برید غندنه کړې او له حکومتي اورګانونو يې غوښتي، چې د هرډول وسله والو پر ضد دې جدي ګامونه پورته کړل شي.

پر خواله رسنیو هم ګڼو فعالانو د پاکستان پر حکومت او امنيتي اورګانونو سختې نیوکې کړې دي.

له دې سره پر خواله رسنیو هغه عکسونو هم ډېر خپاره شوي، چې په کې د وژل شويو پولیسو سرتېرو مړي د امبولانسونو پر ځای د لارې په وېګنانو کې پر چتونو وړل کېږي.

د کوټې د دغه برید پړه دوو بېلابېلو وسله والو ډلو منلې، چې یوه يې هم داعش او بله يې له پاکستاني طالبانو يوه بېله شوې ډله ده.