تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوټه کې د پولیسو روزنې پر مرکز برید
پاکستاني چارواکو په کوټه کې د تېرې شپې د بريد پړه په لښکر جهنگوي ډلې اچولي. خو داعش او د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د دغه بريد مسووليت اخيستى دى.
د پوليسو د روزنې په يوه مرکز دغه بريد کې لږ تر لږه شپيته کسان ووژل شول او تر سلو ډېر ټپيان شوي چې د ځينو حالت یې ښه نه دى.
څو مياشتې وړاندې په کوټه کې پر يوه روغتون هم بريد شوى و چې اويا کسان پکې وژل شوي و. د تېرې شپې پر بريد له اسلام اباده خداى نور ناصر رپوټ راکوي