یو کلی چې د والیبال نوم په کې نه اخیستل کېږي

په شاه حسن خېلو کې اوس د والیبال نوم نه اخیستل کېږي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په شاه حسن خېلو کې اوس د والیبال نوم نه اخیستل کېږي

د خیبر پښتونخوا په یوه کلي کې یو مهال والیبال لوبې خورا ډېر مینه وال لرل، خو اوس د والیبال لوبې له نامه سره د خلکو ذهنونو کې یو ډول ویره خپره شي. دغه کلی شاه حسن خېل نومېږي او په لکي مروت سیمه کې دی، چې اووه کاله مخکې په کې د یوې والیبال لوبې بهیر کې ځانمرګی برید شوی و.

اوس د پښتونخوا په دغه سویلي سیمه کې هېڅوک والیبال ته زړه نه ښه کوي، ښايي لامل یې دا وي، چې د لوبې پر میدانونو د خونړیو بریدونو تمه نه کېږي، خو د شاه حسن خیل کلي پر لوبغالي برید خورا خونړی و.

د دغه کلي پنځه سوه کورونو کې نږدې څلور نیم زره کسان ژوند کوي او اوسېدونکي یې وايي د والیبال له نامه سره یې پر زړونو جوړ شوي پخواني زخمونه تازه کېږي او له دې کبله اوس نه دغه لوبه کوي او نه یې ګوري.

د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له ماښامه مخکې کلي کې دوالیبال لوبه روانه وه، چې له باروتو یو ډک موټر راغی او د لوبې ډګر په منځ کې یې چاودنه وکړه.

د دواړو لوبډلو د ټولو ۲۰ لوبغاړو په ګډون هغه پېښه کې ۱۱۰ کسان وژل شوي وو. د کنډواله لوبغالی شاوخوا ورانو ویجاړو کورونو کنډوالې اوس هم پر خپل ځای پاتې دي او یوازې هغه لار د یوه دیوال په وسیله تړل شوې، چې له کوم لوري له باروتو ډک ګاډی راغلی و.

د کلي ناظم عبدالمالک وايي، کله نا کله کلیوال ماشومان کرېکټ کوي، خو په وینا یې والیبال ته څوک زړه نه ښه کوی او ان د دغې لوبې له نامه اورېدو سره هم د خلکو پر څېرو یو ډول وېره او کرکه خپره شي.

دغه سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند د حکومت پر مهال امن کمېټه رامنځته شوې وه.

ځايي اوسېدونکي وايي، ښاي د حکومت له پامه غورځېدلي دي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ځايي اوسېدونکي وايي، ښاي د حکومت له پامه غورځېدلي دي

تر اوسه معلومه نه ده، چې د برید هدف همدغه کمېټه وه، کلیوال وو او که لوبغاړي، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې بریدګر هدف ته رسېدلي، ځکه اوس په دغه کلي کې نه د والیبال لوبغاړي شته، نه د والیبال لوبې نوم څوک په خوله اخلي او نه هم امن کمېټۍ.

ناظم عبدالمالک وايي، حکومت باید د خلکو له زړونو د ډار لرې کولو لپاره سیمه کې لوی لوبغالی جوړ کړی وای، د امنیت ټینګښت لپاره یې اقدامات کړي وای، خو په وینا یې داسې ښکاري، چې له هغې پېښې وروسته دغه سیمه د حکومت له پامه هم وغورځېده.