تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: خواله رسنیو کې پر پوځ نیوکه کوونکي نیول کېږي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
پاکستان کې پر خواله رسنیو پر پوځ د نیوکو په تور له ۲۰ زیات کسانو پوښتنې ګروېږنې پېل شوي دي. د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې چارواکي وايي، د دغو کسانو د پوښتنو او وربللو امر ورته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان ورکړی دی.
پاکستان هغه هېواد دی، چې په کې تل پر پوځ نیوکه کوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي. خو په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې پر خواله رسنیو کلک څار پېل شوی دی.
که څه هم په دغو کسانو کې ډېری د اپوزیسیون پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي دي خو ځينې نور بيا فعالان او ان خبریالان هم دي.
طاحا صدیقي د اسلام اباد یو ځايي خبریال دی، وايي، دی هم د یادې ادارې لخوا وربلل شوی و.
ښاغلي صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ده به تل د پوځ د اصلاح لپاره پر خواله رسنیو پر هغوی نیوکې کولې، خو د تېري پنجشنبې په ورځ د پلټنو د فدرالي ادارې لخوا ورته زنګ ورغلی او خپل دفتر ته يې د وربللو امر کړی و.
پاکستان چې په کې پر هر ګوند، هر سیاستوال او هرې ادارې نیوکې کېږي، خو پر پوځ يې نیوکو ته کله هم په ښه سترګه نه دي کتل شوي او هر هغه څوک چې پر پوځ لږ هم نیوکه کوي، د بهرني جاسوس یا غدار په نومونو نومول کېږي.
څو میاشتې وړاندې د دغه هېواد استخباراتو لږ تر لږه پنځه هغه فعالان تري تم کړي وو، چې په پاکستان کې پر خواله رسنیو يې تر ټولو زیات پر پوځ او استخباراتو نیوکې کولې.
دغه فعالان که څه هم بیا وروسته خوشي شول، خو له همغه راهیسې د دغه هېواد د استخباراتو لخوا پر خواله رسنیو څار زیات شوی دی.