تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی
د مردان د پولیسو مشر عالم خان شینواري وايي هغه ځوان چې په مشال یې ډزې کړې وې نیول شوی دی. دغه ځوان عمران خان نومېږي او د ژونالیزم په پوهنځي کې د مشال ټولګيوال و.
تر اوسه د مشال د وژنې په تور شاوخوا ۴۱ کسان نیول شوي دي.
د پولیسو په وینا عمران خان منلې چې پر مشال ده ډز کړی.
په یوه خبري غوڼده کې ښاغلي شینواري وویل دوی هڅه کوي، چې پر خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو په مرسته ښکیل کسان وپېژني او ونیسي. نوموړی زیاته کړه دوی ډېره هڅه کوي، چې کوم بې ګناه کس ونه نیول شي.
مشال خان د روانې مياشتې پر ۱۳ نېټه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.
د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه ځوان مشال خان په رښتيا دین ته سپکاوی کړی.
ښاغلی شینواری زیاتوي چې په ټولو نیول شویو کسانو کې شپږو کسانو د مشال د وژنې په پېښه کې ښکېلتیا منلې.
دا هم ولولئ: