تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''خیبر پښتونخوا کې ځینې ډاکټران هم د پولیو واکسین مخالفت کوي''
خیبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا چارواکي وايي، یو شمېر دولتي کارکونکي او ډاکټران هم خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ( پولیو) ضد واکسین له ورکولو انکار کړی دی.
پېښور کې د ګوزڼ ضد کمپاین یوه مسوول ډاکټر شعیب بي بي سي ته ویلي، ټوله صوبه کې له دوو زرو ډېرو کسانو خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکړې انکار کړی دی.
تېره اونۍ خیبر پښتونخوا کې د ګوزن ضد واکسین یو کمپاین پای ته ورسېد. د بي بي سي خبریال د روغتیايي چارواکو له قوله ویلي، صوبې کې نژدې ۵۰ دولتي کارکوونکو او ان ۱۱ طبي ډاکټرانو خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو انکار کړی دی.
ډاکټر شعیب وايي، دغه ډاکټران فکر کوي، چې یو ځل یې ماشومانو ته واکسین ورکړي او همدا بسنه کوي، خو په خبره یې د هر ګوزڼ ضد واکسین پر مهال باید ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي ماشومانو ته د واکسین له ورکړې انکار کونکي قانع کړي، خو په وینا یې که داسې و نه شي دوی به د دغو کسانو خلاف محکمې ته عریضه وکړي. بل لور ته د معلوماتي تکنالوژۍ یوه ماهر د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته ویلي، دوی د ګوزڼ ضد واکسین له معیاره ډاډه نه دي.
هغه وايي، د ده معلومات ښيي، چې ګوزڼ ضد واکسین باید خورا یخ وساتل شي، خو په لارو کو څو کې د کمپاین واکسین کونکي دغه اصل ته ډېر پام نه کوي، چې له کبله یې ښايي دغه واکسین د ګټې پر ځای زیان پېښ کړي.
خو نوموړی وايي، داسې نه ده چې ګواکې دوی د کوم مذهبي بندیز له کبله ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، بلکې په وینا یې په واکسین کې د ځینو موادو منفي اغېزو په هکله یې هم اورېدلي دي. له تېرو دوو کلونو راهیسې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ پېښې لږ شوې دي.