کوټه: کلا عبدالله کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

په بلوچستان ایالت کې د پولیو ناروغۍ ضد کارکوونکي وايي، ددغه ایالت د کلا عبدالله په چمن سیمه کې یو بل ماشوم له پولیو یا ګوزڼ څخه متاثره شوی دی. چارواکي وايي، کلاعبدالله او پښين هغه سیمې دي چې په چاپيریال کې يې لاهم د پولیو ویروس شته.

په کوټه کې د روغتیا د څانګې سرچینو بي بي سي ته ویلي، دغه ماشوم چې ګوزڼ وهلی، عمر يې څلور میاشتې دی. ددغو سرچینو په خبره په یاد ماشوم کې د ګوزڼ نښې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې لیدل شوې وې، چې بیا يې د معاينې لپاره ددغه ماشوم د وینې نمونې اسلام اباد ته لېږدولې، چې اوس يې ټېسټ مثبت راغلی دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت او پښتونخوا کې لاهم د پولیو ویروس شته او ډېری وخت په یادو سیمو کې له پولیو د نویو ماشومانو د اغېزمنېدو راپورونه ورکول کېږي.

د روغتیايي په خبره، د پولیو ناروغۍ مخنیوی د هغو انکاري کورنیو له امله لاهم ناشونی دی، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي.

دا وخت په ټوله نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازیني هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ویروس لاهم پکې شته.

د پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو او قبایلي سیمو کې که څه هم دغه ناروغي شته، خو تر پخوا یې پېښې کمې شوې دي.