تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۳ بریدونو کې ۱۰ پاکستانیو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتله
په پښتونخوا کې امنیتي ځواکونه وایي، چې په شبقدر کې د وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر روزنځي د برید هڅه کړې چې له امله یې یو پوځي وژل شوی دی.
دوی وایي، له ډیورنډ کرښې سره نږدې هم د وسلوالو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په ځوابي برید کې شپږ وسلوال هم له منځه تللي دي.
په چارسده ولسوالۍ کې د پولیسو یو مشر سهېل خالد وایي، دوو ځانمرګو په شبقدر کې د ملېشه ځواکونو پر روزنځي د برید پلان درلود، خو امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې، چې له امله یې یوه ځانمرګی ووژل شو او بل ځان ته چاودنه ور کړه.
ځینې نور رپوټونه وایي، په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي، خو تراوسه حکومتي سرچینو دا رپوټ نه دی تایید کړی.
له بلې خوا په خیبر قبایلي سیمه کې چارواکي وایي، په لوی شلمان سیمه کې وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر مرکز برید کړی چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.
چارواکي وايي، په ځوابي برید کې شپږ وسلوال وژل شوي دي.
د پېښور په تاکال کې هم تېره شپه د پولیسو پر موټر ډزې شوې چې په سبب یې یو سرتېری او یو وسلوال وژل شوي دي.
د دې درې واړو بریدونو مسوولیت جماعت الاحرار ډلې منلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې د غازي عملیاتو برخه وه.