د پښتونخوا په صوابۍ کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په صوابۍ کې د ردالفساد عملیاتو کې د دغه هېواد دوه پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د سې شنبې په ورځ په خپره کړې بیانیه کې ویلي، دا پېښه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو له پټو معلوماتو وروسته په ملک اباد کې عملیات پیل کړل.

پوځ دا هم وايي، چې په سیمه کې د یوه مرکز له کلابندولو وروسته له وسلوالو سره په نښته کې دا پوځیان وژل شوي دي.

خو په دې عملیاتو کې د وسلوالو د وژلو یا نیولو په تړاو څه نه دي ویل شوي، مګر زیاته شوې چې دا عملیات لا هم روان دي.

تېره ورځ په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې هم له وسلوالو سره په نښته کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي وو.

پوځ دا ادعاهم کوله چې په هغه نښته کې لس وسلوال هم وژل شوي دي.

په پاکستان کې د وروستیو بریدونو له امله د دغه هېواد پوځ د فرورۍ پر ۲۲ د رد الفساد په نوم عملیات پیل کړل.

د دې عملیاتو پر بنسټ په پاکستان کې د پټو معلوماتو له مخې چاڼیز عملیات کېږي، چې په پایله کې یې تراوسه په سوونو کسان نیول شوي هم دي.

دې عملیاتو سخت غبرګون هم پارولی، ځکه تر ډېره پکې پښتانه او افغانان په نښه کېږي.