کوټه سپینو واورو تکه سپينه کړې

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د کوټې په ګډون د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د جمعې له ورځې واورې پېل شوې او په ځینو سیمو کې لاهم دوام لري.

له کوټې سره د سږني ژمي لومړنۍ واورې په چمن، زیارت، لورالايي، پښين، مستونګ او ژوب سیمو کې شوې، چې ورسره د یادو سیمو وګړي نه یوازې خوشاله شوي، بلکې سيل ځایونه ته يې هم مخه کړې ده.

د بلوچستان په ځينو سيمو کې له تېرې څه مودې راهیسې وچکالي وه، اوس د یادو سیمو وګړي هیله من دي، چې له دغو واورو سره به تر يوې اندازې د دوی په سیمو کې د وچکالۍ مخه ونیول شي.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، که څه هم له دې واورو سره یخ زیات شوی، خو خلک بیا هم واورو ته ډېر زیات ځکه خوشال دي، چې وايي، له ډېر وخت وروسته دومره زیاتې واورې شوې او ورسره به وچکالي ختمه شي.

د کوټې په ګډون د بلوچستان ډېری پښتون مېشتې سیمې له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې وچکالۍ ځپلې او ان بڼوالو خو يې د همدې وچکالۍ له امله د مېوو ولاړ باغونه له بېخه ایستلي دي.

د دغه ایالت په خانوزی، کلاسیف الله، کچلاغ او پښين سیمو کې ډېری داسې باغونه شته، چې د وچکالۍ له امله ایستل شوي دي.

دغو واورو د بلوچستان ایالت په ډېری سیمو کې لويې لارې بندې کړې دي.

بلې خوا ته د پښتونخوا په چترال سیمه لواري تونل هم واورو بند کړی، چې له امله يې تر همدې تونل تلونکي او راتلونکې لارې بندې شوې دي، خو د دغه هېواد پوځ رسنیو په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی سرتېري د بلوچستان او پښتونخوا په ټولو بندو لارو باندې ځای پر ځای شوي، چې له بند پاتې مساپرو سره مرسته وکړي.