تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
توکيو کې ۵۴ کاله وروسته واوره شوې
د جاپان په پلازمېنه توکيو کې ۵۴ کاله وروسته په نومبر مياشت کې واوره شوې ده.
توکيو ښار کې واورې اورېدو ډېر خلک حيران کړي، ځکه پخوا به په دغه موسم کې د تودوخې درجه ۱۷ سانتي ګرېډ وه.
د واورې له امله د ټرانسپورټ سيسټم له ستونزو سره مخ شوی دی.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورې له امله د سړکونو د کنګلېدو او د برېښنا تارونو د پرېوتو وېره ده.
له دې وړاندې په۱۹۶۲ کال کې په وروستی ځل په توکيو کې واوره شوې وه.