توکيو کې ۵۴ کاله وروسته واوره شوې

د عکس سرچینه، AP
د عکس تشریح، دا په تېرو ۵۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې واوره کېږيد جاپان په پلازمېنه توکيو کې ۵۴ کاله وروسته په نومبر مياشت کې واوره شوې ده.
توکيو ښار کې واورې اورېدو ډېر خلک حيران کړي، ځکه پخوا به په دغه موسم کې د تودوخې درجه ۱۷ سانتي ګرېډ وه.
د واورې له امله د ټرانسپورټ سيسټم له ستونزو سره مخ شوی دی.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورې له امله د سړکونو د کنګلېدو او د برېښنا تارونو د پرېوتو وېره ده.
له دې وړاندې په۱۹۶۲ کال کې په وروستی ځل په توکيو کې واوره شوې وه.

د عکس سرچینه، AP
د عکس تشریح، توکيو ښار کې واورې اورېدو ډېر خلک حيران کړي، ځکه پخوا به په دغه موسم کې د تودوخې درجه ۱۷ سانتي ګرېډ وه.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، سږ کال په توکيو کې د ونو پاڼې او واوره يو ځای راپرېوتې
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، يوه خوا خلک له واورې خوند اخلي خو بله خوا يې ګڼې ستونزې هم رامنځ ته کړې دي
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورې له امله د سړکونو د کنګلېدو او د برېښنا تارونو د پرېوتو وېره ده.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، شاهي ودانۍ له واوروې اورېدو وروسته
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، ګرځندويانو ته د تصوير اخيستلو ښه موقع په لاس ورغلې
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، واورې اورېدو او سړې هوا د هغو کسانو لپاره چې دوديزې جامې اغوندي ستونزې رامنځ ته کړې دي