کوټه کې د اېډز ۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي

اېډز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خبرپاڼې له مخې ۴۲۱ تنه په کوټه او ۲۱۶ په تربت کې په دغه ناروغۍ اخته دي

د بلوچستان چارواکي وايي دوی سره د ايډز ناروغۍ ۶۳۷ پېښې ثبت شوې دي.

د ايډز د نړيوالې ورځې په مناسبت د حکومتي خبرپاڼې له مخې دغه پېښې د بلوچستان په دوو ښارونو کوټه او تربت کې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې ۴۲۱ تنه په کوټه او ۲۱۶ په تربت کې په دغه ناروغۍ اخته دي.

له دې وړاندې سرکاري چارواکو ويلي وو چې له کوټې وروسته پر ايډز اخته کسان په تربت، ژوب او کله سيف الله سره تړاو لري خو په دغه نوې خبرپاڼه کې له کوټې او تربت پرته د بلې سيمې نوم نه دی راغلی.

د حکومتي خبرپاڼې له مخې په ژوب او تربت کې ډېری پر ايډز اخته کسان نارينه دی چې لوی شمېر یې د خلیج هېوادونو کې کار کاوه.

د خبرپاڼې له مخې د بلوچستان په بنديخانو د اېچ ای وي ازموينو ښودلې چې له ۳۸۴ کسانو ۹ تنو يې دغه ويروس درلود.

د ویډیو تشریح، جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ضد واکسينو ازمويښتي پړاو پيل شوی

په بلوچستان کې د اېچ ای وي د له منځه وړلو په موخه د کوټې په بي اېم سي روغتون او د تربت په ډي اېچ کيو روغتون کې د درملنې مرکزونه جوړ شوي دي. پر دې سربېره په سيمه ييزه کچه هم ځينې د مرستې مرکزونه جوړ شوي دي.