د پاکستان ټول-ګوندیز کنفرانس: د کډوالو موده دې وغځول شي

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د ټولو سياسي ګوندونو غونډې کې په دغه هېواد کې د کډوالو د پاتې کېدو مودې پر غځولو خپله بې باوري ښودلې.

د افغان کډوالو مشرانو بي بي سي ته وويل د پاکستان حکومت غواړي هم په نړېواله کچه خپل ځان له بدنامۍ وساتي او هم افغان کډوال خپل هېواد ته تللو ته مجبور کړي.

د پاکستان د سرحدونو وزارت له خوا رابلل شوي ټول-ګونديز کنفرانس کې د کډوالو د اوسيدو موده د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر تر مياشتې د غځولو وړانديز وشو.

د ټول-ګونديز کنفرانس په وړانديز به فيصله د مرکزي کابينې په غونډه کې وشي.

د پاکستان د سرحدونو د مرکزي وزير عبدالقادر بلوڅ په مشرۍ دغه غونډه کې د پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، جمعيت علمای اسلام، عوامي نېشنل، پاکستان مسلم ليګ (ق) او قومي وطن مشرانو ګډون درلود.

د سرحدونو د چارو سکټر محمد شهزاد ارباب وویل غونډه کې د افغان زده کوونکو، ناروغانو او سوداګرو په بېلابېلو برخو کې د وېشلو او په اړه یې د تګ لارې جوړولو وړانديز هم شوی.

ښايي د پاکستان حکومت د ټول-ګونديز کنفرانس دغه وړانديز ومني او د کابينې په غونډه کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د کال ۲۰۱۷ تر ډسمبر وغځولی شي.

په مرکزي ښار پېښور کې د افغان کډوالو د ښوونځي يو پخوانی مشر نقيب الله وایي د پاکستان حکومت له خوا د کډوالو په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نوې تګلارې د کډوالو کاروبار او ژوند اغېزمن کړی.

نوموړی زياتوي اوس کډوال خپله غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

هغه وايي د پاکستان حکومت پر پرېکړو کډوال بې باوره ښکاري او بله خوا کډوالو خپل کاروبارونه راټول کړي.

وړاندې د پاکستان حکومت کډوالو ته د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت پورې په دغه هيواد کې د اوسېدو وخت ټاکلی ؤ.

د ښوونځي پخوانی ښوونکی نقيب الله وایي د پاکستان حکومت هدف دا دی چې په نړيواله کچه هم خپل نوم بدنام نه کړي او هم کډوال خپل هېواد ته بېرته تللو ته مجبور کړي. نوموړی زياتوي د افغان کډوالو ځورول د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت داخلي تګ لاره ښکاروي.

بريالۍ ميا خېل پر افغان چارواکو هم کلکې نيوکې وکړې چې د کډوالو په اړه کوم روښانه پلان نه لري. نوموړی زياتوي د پاکستان حکومت له خوا کډوالو ته لږې مودې لپاره پاکستان کې د پاتې کېدو يوه موخه دا هم کيدی شي چې افغان چارواکي د کډوالو په اړه روښانه تګلاره جوړه کړي.

د یوې شمېرنې پر بنسټ، پاکستان کې اوسمهال د ثبت شوو کډوالو شمېر ۱،۵ ميليونه دی. خو د غير راجسټر کډوالو شمېر يو ميليون دی.

پاکستان کې د غير راجسټر شوو کډوالو نېټه د سه شنبه په ورځ بشپړه شوه، خو لا هم د پاکستان حکومت د غير راجسټر شوو کډوالو په اړه کومه نوې پاليسې نه ده جوړه کړې.