پښتونخوا کې دوې مېرمنې او یو امنيتي چارواکی وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتونخوا د چارسدې او بنو چارواکي وايي، په دوو بېلا بېلو پېښو کې دوې مېرمنې او یو امنيتي چارواکی وژل شوی دی.
د بنو د پولیسو په خبره دوی د دوو مېرمنو مړي موندلي، چې دواړه په ډزو وژل شوې دي.
د دغې سيمې د پولیسو تاڼې یوه چارواکي سلطان ایاز له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د مېرمنو دا مړي يې د بنو نارشېرخان سیمې په یوه کرونده کې موندلي، چې د ده په خبره لومړی پرې د تبر وار شوي او وروسته په ډزو وژل شوې دي.
د پولیسو د یاد چارواکي په خبره تراوسه د وژل شويو مېرمنو مړي په ځايي روغتون کې دي، خو څوک خپلوان يې لاهم ورپسې نه دي راغلي.
سلطان ایاز زیاتوي، که تر ماښامه پورې ورپسې څوک رانه غلل، نو بیا به يې مړي همداسې خاورو ته وسپاري.
تراوسه د دې وژل شويو مېرمنو په تړاو څه نه دي ویل شوي، چې دوی په کوم تور وژل شوې، خو په ماضي کې د دغه ډول پېښو تر شا د پت په نامه وژنې بلل شوې دي.
د دې مېرمنو مړي په داسې وخت کې موندل کېږي، چې په تېرو دوو اوونیو کې په پېښور او شاوخوا سیمو کې د مېرمنو د مړیو د موندلو دا دویمه پېښه ده.
تر دې وړاندې د پېښور په تکال سیمه کې د دریو مېرمنو مړي موندل شوي وو، چې لومړی په ډزو وژل شوې او وروسته يې مړیو ته اور ورته کړی و.
تر اوسه لاهم د هغو مېرمنو د وژلو لامل څرګند نه دی او نه يې هم کورنۍ معلومه شوې.
بلې خوا ته د چارسدې پولیس وايي، د لته د سر دریاب په ګل اباد سیمه کې دوشنبې (۲۴ اکتوبر) نامعلومو وسله والو په ډزو د یوې امنيتي ادارې یو غړی اکبرخان هغه مهال وواژه، چې ماشومان يې ښوونځي ته بېول.
د پولیسو په خبره موټرسایکل سپاره کسان تر ډزو وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.
د پاکستاني طالبانو یوې ډلې جماعت الحرار رسنیو ته د دغې پېښې بړه پر غاړه اخيستې ده.
په دې وروستیو کې په پېښور او شاوخوا سیمو کې پولیس او همداسې د نورو امنيتي ارګانونو غړي په هدفي وژنو کې وژل کېږي، چې د ډېری پېښو مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخلي.








