په پېښور کې د ۲ نجونو او یو سړي سوځول شوي جسدونه موندل شوي

د عکس سرچینه، EPA
په خيبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکي وايي، په مرکزي ښار پېښور کې یې د دوو نجونو او یو سړي مړي موندلي.
د پولیسو په خبره، ناپېژاندو کسانو دغه کسان لومړی وژلي او وروسته سوځولې چې اوس یې پيژند ګلوي هم نه کېږي.
د تاکال د پولیسو مشر ارباب نعیم وايي، نجونې او یو سړی په کوم بل ځای کې وژل شوې او وروسته د پېښور تاکال ته راوړل شوې، ځکه په دې سيمه کې د ډزو غږونه نه دي اوريدل شوي او يواځې اور ليدل شوی دی.
پوليسو د پيښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ډاکټرانو په وینا، دغه کسان اول په ډزو وژل شوي او بيا یې مړي په کمياوي موادو یا پیټرولو سوځول شوي دي.
د ډاکټرانو ډله له عدلي معايناتو وروسته د دغو درې واړو مړو عمرونه له اتلسو تر پنځو يشتو کلونو پورې اټکلوي.
پوليسو د دغو وژل شویو د بدن نمونې د ډې اېن اې ټيسټ لپاره روغتون ته لېږلې دي.
امنیتي چارواکي دا هم واېي چې دغه مړي د مړو د ساتلو په ځای کې لېږدول شوي او د هغوی د کورنيو د موندلو هڅې یې هم پيل کړې دي.
چارواکي زياتوي خاورو ته د مړو د نه سپارلو يو لامل د پلټنو لپاره د هغوی اړتيا ده.
بلخوا د انساني حقونو مرکزي وزير کامران مايکل د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر دراني ته د پيښې په اړه ژر تر ژر د پلټنو بشپړولو امر کړی دی.
مرکزي وزير ويلي، چې په پيښه کې ښکيلو کسانو ته به له قانون سره سم سزا ورکول شي.
له دې مخکې هم د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د مېرمنو مړي موندل شوي، خو داسې کم پېښ شوي چې له وژلو وروسته یې مړي سوځول شوي وي.








