تورخم کې ځانمرګي بريد ۲۰ کسه ټپيان کړي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم پر پوله د پاکستان ګمرک دننه ځانمرګی بريد شوی دی.

ځايي چارواکي وايي په بريد کې لږترلږه ۲۰ کسه ټپيان شوي دي.

دوی وايي له چاودنې وروسته د تورخم لويه لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه، خو ځايي اوسېدونکي وايي وروسته بېرته خلاصه شوه.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د ګمرک ودانۍ ته هم زيان اووښتی دی.