د بلخ مرستيال والي له ځانمرګي ژوندی وتلی
د بلخ ولايت د امنيت امر عبدالرزاق قادري بي بي سي ته ویلي، ځانمرګي هغه مهال بريد وکړ چې د بلخ د والي مرستيال ظاهر وحدت د دندې پر لور روان و.
دی وايي دغه پېښه د مزار ښار له اريانا څلور لارې سره نژدې رامنځته شوې ده.
ښاغلی قادري وایي په دغه پېښه کې یو ملکي وژل شوی او څلور کسه نور چې دوه د ښاغلي وحدت ساتونکي دي ټپيان دي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو عبدالرزاق قادري د بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.




