''مصر د ښځو حقونو تر ټولو لوی سرغړوونکی''
یوې څېړنې موندلې چې مصر د عربي پاڅون له پیل راوروسته اوس په عربي نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب له پلوه تر ټولو ناوړه هېواد دی.
د تامسن رویټرز بنسټ لخوا تر سره شوې دې څېړنې موندلې چې جنسي ربړونې، د ښځینه وو د ختنې لوړې کچې او د سخت دریځو اسلامپالو ډلو زیاتېدونکي اغېز په مصر کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب د کچې په راکمولو کې ونډه لرلې ده.
د دې څېړنې له مخې د کومور ټاپوګان، چې مېرمنې پکې شل سلنه وزارتي پوسټونه لري، د ښځو د خوندیتوب له پلوه په عربي نړۍ کې لومړی ځای لري.




