چک هېګل د لومړي ځل لپاره جنوبي کوريا ته ځي
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل په فبرورۍ میاشتې کې پر دغې څوکۍ له ګومارل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره سويلي کوریا ته سفر کوي.
ښاغلی هیګل به د سويلي کوریا له ولسمشر سره سیول ته د بشپړ پوځي کنترول سپارلو پر سر خبرې اترې وکړي.
سويلي کوریا منلې چې د شمالي کوریا له خوا د برید په صورت کې د جګړه ییزو ځواکونو عملیاتي کنترول پر غاړه واخلي.
د دغې چارې لپاره د ۲۰۱۵ کال مهالوېش ټاکل شوی و، خو داسې ښکاري چې له شمالي کوریا سره د روانو شخړو له امله سويلي کوریا دغه نېټه ځنډول غواړي.
ښاغلی هیګل به د امریکا او سوېلي کوریا تر منځ د ایتلاف د شپېتمې کلیزې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.




