م م: سوريه کې هره مياشت ۵ زره کسان وژل کېږي
ملګري ملتونه وايي د سوريې جګړه کې هره مياشت ۵ زره خلک وژل کېږي.
دغه نړيوال سازمان خبرداری ورکوي کډوال هره ورځ د ۶ زرو په کچه له خپلو مېنو تښتي، يوه داسې کچه چې په ۱۹۹۴ کال کې د رواندا له له ټولوژنې وروسته نه ده ليدل شوې.
د ملګريو ملتونو کډوالو عالي کمېشنر انټونيو ګوټېرېس د امنيت شورا غونډې ته ويلي دغه کړکېچ له هغې مودې چې وېره يې کېده لا ډېر اوږد شوی او بشري پايلي يې د زغم وړ نه دي.
د ملګريو ملتونو يو بل جګپوړي چارواکي د بشري حقونو لپاره د سرمنشي مرستيال ايوان سيموېچ وويل د وژنو له اندازې لوړه کچه په چټکۍ سره د شخړې ناوړتيا څرګندوي.




