یمن کې ډرون القاعده وسله وال وژلي
په یمن کې یو پوځي چارواکی وايي د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې اووه تنه د القاعدې وسله وال وژل شوي دي.
برید د دغه هېواد په جنوب د القاعدې کسانو په سنګر ابیان کې شوی دی.
پوځي سرچینې وايي توغندي پر دوو موټرو لګېدلي چې وسله وال یې لېږدول.
په پېښه کې د دوو تنو د ټپي کېدو هم ویل شوي دي.




