نيجېريا وايي له توندلارو سره د تړاو په شک نيول شوې ښځې خوشي کوي

د نيجېريا حکومت وايي ټولې هغې ښځې خوشي کوي چې له بوکو حرام اورپکې ډلې سره د تړاو په شک نيول شوې دي.

د نيجېريا پوځ چې د خپل هېواد شمال کې د بوکو حرام پر وړاندې ستر عمليات ترسره کوي، ويلي دغه ګام د سولې له هلو ځلو د ملاتړ په موخه اخلي.

نيجېريايي پوځ نور معلومات نه دي ورکړي چې څومره خلک به خوشي کوي.

بوکو حرام مخکې د نيول شويو ښځو خوشي کول د سولې خبرو لپاره شرط ايښی و.