بنګله دېش کارخانې مالک ونیول شو
په بنګله دېش کې د هغې کارخانې مالک ونیول شو چې د چهارشنبې په ورځ په یوې اته پوړېزې ودانۍ کې ونړېدله او سلګونه کسان په کې مړه شول.
پولیس وایي محمد سهیل رانا چې د دې پېښې راهیسې په تېښته کې وو د هند د لوېدیځ بنګال سره پولې ته نژدې ونیول شو.
خلکو دغه کس له نیولو سره د خوشحالۍ نارې وهلې. ژغورونکي لا اوس هم د دغې ودانۍ تر خاورو لاندې د ژوندي پآته کسانو په لټه کې دي.
له دغې ودانۍ تر اوسه ۲۴۰۰ کسان ژِغورل شوي دي. ۳۶۰ مړه شوي او ځینې لا اوس هم لا درکه دي.




