اروزګان کې چاودنې درې افغانان وژلي
د افغانستان په جنوب لوېدیځ ولایت اروزګان کې چارواکي وايي، په چورې ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې درې تنه ولسي وګړي وژلي او یو بل یې ټپي کړي.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
په همدغه ولایت کې چارواکي دا هم وايي، چې په ترینکوټ کې یې له شلو ډېر بمونه نیولي دي.




