د برازيل فوټبال اتلوليو کې د الکولو څښل ومنل شول
د فوټبال نړيوال فدراسيون، فېفا ، د برازيل د پارلمان د هغې پريکړې هرکلى کړی چې د ٢٠١٤ کال د فوټبال د نړيوالو اتلولیو پر مهال به په لوبغاليو کې د شرابو پلورلو ته اجازه ورکوي.
په اوس وخت کې د تاو تريخوالې او د لانجو د جوړيدو د مخ نيوي په موخه برازيل په لوبغاليو کې د شرابو څښلو اجازه نه شته.
د فوټبال د نړيوال فدراسيون فېفا دغه غوښتنه چې په استثنايي ډول يې د سیالیو په مهال د شرابو د څښلو په اړه کړې ده ، له کلک مخالفت سره مخامخ شوې ده.




