امریکا چین ته د ش. کوریا په بهانه سترګې برګې کړې
ولسمشر اوباما د سويلي کوريا په پلازمېنه سيول کې د هستوي وسلو په امنيتي سرمشريزه کې په خپل چينايي سيال هو جېنتاو ټينګار کړی چې د شمالي کوريا د توغنديو له پلان نه واړوي.
مخکې ښاغلي اوباما ويلي وو چې تراوسه د چين نفوذ پخپل کمونست ملګري شمالي کوريا بې اغېزې وو.
شمالي کوريا راتلونکې مياشت د يوې سپوږمکۍ توغولو ته چمتووالی نيسي چې امريکا باوري ده دا د اوږد واټن توغندي يوه ازموينه ده.
ولسمشر اوباما په مستقيم ډول له ايران او شمالي کوريا نه وغوښتل چې خپل هستوي پروګرامونه بند او له مقابلې ډډه وکړي.




